د کابل پولي تخنیک پوهنتون کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ څخه د فراغت سندونو د ویش مراسم جوړ شول

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۹:۳۹

مراسم د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي سلطان محمد محسن او کارمندانو ګډون کړی و.
لومړی د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي سلطان محمد محسن د یاد پروګرام څخه د کارمندانو د فراغت له امله مبارکي وویله او له دوی څخه یې وغوښتل چې هغه څه چې په دغه ښوونیز ورکشاپ کې یې زده کړي دي په خپلو اداري کارونو کې پلي کړي، تر څو په ښه توګه وکولی شي خپلو خلکو او هیواد ته خدمت وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د کارکوونکو لپاره د دا ډول روزنیزو پروګرامونو د ترسره کیدو هرکلی وکړ، د غونډې د ګډونوالو وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر ښاغلي مولوي رشید احمد حقاني د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه د دغه پوهنتون د کارمندانو لپاره د یاد ورکشاپ د جوړیدو له امله مننه او قدردانی وکړ او دوی د کارمندانو د کاري ظرفیت د لوړولو لپاره د داسې پروګرامونو ترسره کول مهم او ارزښتناک وبلل.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورکشاپ کې ۳۲ تنو کارمندانو ته روزنه ورکړل شوه.
غونډه فارغانو ته د سندونو په ویشلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu