د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۹:۳۸
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د کابل پولي تخنيک پوهنتون د عمومي رئيس محترم پوهنوال دیپلوم انجنير عبدالرشيد اقبال په مشرۍ تر سره شوه.
لومړی ښاغلي اقبال ټولو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او ترڅنګ یی د غونډې اجنډا په مفصل شکل له ګډونوالو سره شریکه کړه، نوموړي د کارونو د ښه والی په اړه ا‌ړوند مسولینو ته لازمې مشورې او سپارښتنې وکړې.
ورپسې د غونډې له اجنډا سره سم د پوهنتون د علمي شورا د پخوانیو پرېکړو د تطبیق راپور شریک شو او تر څنګ یې د استادانو د علمي ترفیعاتو، د استادانو د تقرر او انفکاک او نورو متفرقه موضوعاتو په هر اړخیز بحث تر سره شو.
د یادونې وړ ده، چې په دغه غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي انجنیر عنایت الله رحیمي، مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د علمي تحقیقاتو او مجلې مرستیال ښاغلي دکتور احمد جواد نیازي، پوهنځیو رئیسانو او د علمي شورا غړو ګډون درلود.
غونډه د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo
Photo
Photo

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل عربی ژبی ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل ښوونیز مرکز ترمنځ د علمي او ښوونیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ تفاهم‌ لیک د دواړو بنسټونو د مشرتابه په حضور کې لاسلیک شو.

دغه تفاهم ‌لیک د. . .

BACK TO NEWS

User account menu