په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا رامنځ ته شوي مدیریتي او معلوماتي زده کړه ایز سیستم د تطبیق په اړه ښوونیز سیمینار جوړ شو

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۲:۴۷
PHOTO

یاد سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
د یاد سیمینار د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئیسانو، د څانګو آمرینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي د مدیریت او معلوماتي سیسټمونو د پلي کولو په اړه د ښوونیز سیمینار پیل، چې د پوهنځیو د کاري پروسې د ښه کولو لپاره یو نوی او عملي نوښت دی او په کارونو کې د اسانتیا رامنځته کولو ساحه ګټوره او ارزښتناکه ثابتوي خبرې وکړې.
نوموړي له ټولو مسوولینو وغوښتل چې شته تخنیکي ستونزې هوارې او دغه سیستم په خپلو کاري چارو کې په بشپړ ډول پلي کړي.
ښاغلي صالحي په دغه سیمینار کې د ټولو مسؤلینو ګډون اړین وبلی او د یاد سیسټم د تطبیق په برخه کې یې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهندوی محمد یونس وفا ټولو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د یاد پروګرام د اجنډا په اړه هر اړخېز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه ښاغلي پوهنیار محمد ضمیر احمدزي او نوماند پوهنیار اقبال علي سلطاني د مدیریت او معلوماتي زده کړه ایز سیستم د تطبیق په اړه خپل پریزنټیشنونه د سیمینار ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د يادونې وړ ده، چې دغه سیمینار د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ پلان شوى او څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image

BACK TO NEWS

User account menu