په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اتو کد کورسونو فارغانو ته د ستاینلیکونو د ویش مراسم ترسره شول.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۰:۳۳
photo

مراسم د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر ویس الدین بریالي په دغو کورسونو کې د محصلینو له ګډون څخه ستاینه او مننه وکړه.

نوموړي د یادو کورسونو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ژوند په ټولو برخو کې د خلکو او هېوادوالو د خدمت لامل کېږي هر اړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د داسې نورو کورسونو دپیلولو ډاډ ورکړ.

د غونډې پّ دوام کې یو تن فارغ شوي محصل د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو له مرستیال څخه د داسې ښوونیزو پروګرامونو د برابرولو له امله مننه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې له يادو کورسونو څخه چې د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او انسجام آمریت په همکارۍ پيل شوي وو، چې ٩٠ تنو محصلين فارغ شول.

غونډه محصلینو ته د ستاینلیکونو په ویشلو او دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

Photo

Photo

Photo

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شوری د پرېکړې په اساس په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې لاندې پوهنځۍ او د ماسټري برنامې ایجاد او منظورې شوې

نوې ایجاد شوې پوهنځي

۱- د هوا فضاء او پرمختللو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu