د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د رسمي درسونو ترڅنګ د محصلانو لپاره په پسرلي سمستر کې د مختلفو تقویتي پروګرامونو زمینه برابره کړې وه.

د دې پروګرامونو څخه یې د اتوکډ، سیول تری ډي، کمپیوټر زده کړو، انګلیسي ژبې او پښتو ژبې پر تدریس باندې تمرکز کړی و، چې د محصلانو د فني او علمي مهارتونو د لوړولو په موخه ترسره کېدل.

د پوهنتون د رهبرۍ هیئت د محصلانو د دې پروګرامونو د فراغت په مناسبت دوی ته مبارکي وویله او په علمي ژوند کې یې د بریالیتوب او پرمختګ هیله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل عربی ژبی ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل ښوونیز مرکز ترمنځ د علمي او ښوونیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ تفاهم‌ لیک د دواړو بنسټونو د مشرتابه په حضور کې لاسلیک شو.

دغه تفاهم ‌لیک د. . .

BACK TO NEWS

User account menu