د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ماسټرۍ د شپږو پروګرامونو پیل.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۸:۵۳
د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ماسټرۍ د شپږو پروګرامونو پیل.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادان او پرسونل په دې پوهنتون کې د ماسټرۍ ترکچې د نویو پروګرامونو د پیل کېدو له امله ټولو هیواد والو اوخصوصاً دعلم او تحصیل مینوالو ته مبارکي وایې.

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون ترلیسانس پورته پروګرامونو لړۍ  د 1390ه ش کال څخه پیل شوې، چې په تېرو لسو کلونو کې يې د تعمیراتو،جیولوجي او هایدورلیک په برخه کې د ماسټرۍ په کچه تکړه انجینران ټولنې ته وړاندې کړي دي.

د 1400 ه ش کال له پیل نه د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبرۍ او اړوندو څانګو په ځانګړې پاملرنه او ظرفیت سره په شپږو څانګو کې د ماسټرۍ د پروګرامونو د جوړېدو وړاندیز د لوړو زده کړو محترم وزارت ته ورکړل شو، چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ، پولي تخنیک پوهنتون ته د لوړو زده کړو د وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په ځانګړې پاملرنې او د لوړو زده کړو وزارت لخوا د یاد پوهنتون له پاره د ځانګړي استازي انجینر زیارمل خطاب له هلو ځلو وروسته د عالي شورا او کمیسیونونو په دایرکېدولو سره لاندې شپږ پروګرامونه منظورشول.

1.    د ودانیو د انجنیرۍ د مدیریت په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام.

2.    د ودانیو د پوهنځۍ د مهندسۍ په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام.

3.    د ترانسپورټي ودانیو د انجنیرۍ په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام.

4.    د ښاري پلان جوړونې په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام.

5.    د نفتو او ګازو د کېمیاوي صنایعو د انجنیرۍ په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام.

6.    د سروې انجنیرۍ د مدیریت په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام.

په دغه پروګرامونو کې په شرایطو برابر کسان د کانکور د آزموینې له لارې ترشفافې پروسې وروسته جذبېږي، چې د مجربو او متخصصو استادانو لخوا يې د تدریس چارې پرمخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړو پروګرامونو نوم لیکنه د روان کال د لړم د میاشتې له لسمې نېټې څخه په اړوندو پوهنځیو کې پیل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۶
Background image

د " فزیک ۱ " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند محمد داود احمدزي له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۱۱ فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu