د کابل پولي تخنیک پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د "څیړنیزې علمي مقالې جوړښت او اساسي برخې" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شوه.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۳۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د "څیړنیزې علمي مقالې جوړښت او اساسي برخې" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شوه.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څېړنو کمیټې د علمي سیمینارونو په لړ کې د دې کمیټې د مسؤل پوهنیار مجتبی سلطاني په هڅو او همغږۍ سره  "د څیړنیزې علمي مقالې جوړښت او اساسي برخې" تر عنوان لاندې یو علمي – روزنیز سیمینار د یادې پوهنځي استادانو لپاره وړاندې شو.

سیمینار چې د استادانو په پراخ ګډون ترسره شو، موخه یې د علمي مقالو د اصولي جوړښت په اړه د پوهې لوړول او د علمي څېړنو د پیل او پرمخ بیولو له څرنګوالي سره بلدتیا وه.

سیمینار د پوهنیار احمد جامع کوهستاني له خوا چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي له تجربه‌ لرونکو استادانو څخه دي د ځانګړې پرزنټېشن له لارې وړاندې شو.

نوموړي د علمي مقالې مهمې برخې لکه سرلیک، لنډیز (چکیده)، سریزه، میتودولوژي، موندنې، مناقشه، پایله او وړاندیزونه، په تحلیلي او علمي ډول مفصل تشریح کړل.

سیمینار د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو او دعائې په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu