د کابل پولي تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې افغان تلیکام سلام کریکټ لوبډلې ته په دوستانه لوبه کې ماتې ورکړه

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۸:۲۹
image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې او افغان تلیکام سلام کریکټ لوبډلې تر مینځ سیالي د کابل پولي تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
په پیل کې د افغان تلیکام سلام کریکټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکل شویو شل اورونو کې یې ۲۰۷ منډې هدف وټاکه، د کابل پولې تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې د بهترینه پیل او بریدیزې توپوهنې پر مټ وکولای شول چې د لوبې اتلسم اوور کې یاد هدف د ۶ ویکټو د سوځېدو په بدل کې پوره او بریا تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې محمد قاسم صافي ۸۰ منډې او رحمن الله عبدالرحمیزي ۷۵ منډې ترسره کړې.
همدارنګه په توپ اچونه کې محمد نذیر درې، فصیح الله دوه او سیف الرحمن دوه ویکټې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu