د کابل پولي تخنیک پوهنتون نړیوال ژرونال چاپ او نشر ته وسپارل شو.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۵۸
د کابل پولي تخنیک پوهنتون نړیوال ژرونال چاپ او نشر ته وسپارل شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون 4 جلد 2 شمیره نړیوال ژورنال چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له خوا ترتیب او خپریږي، د استادانو، څیړونکو او د ماستري محصلینو علمي او څیړنیزې مقالې پکې شاملې دي.

دغه ژورنال د علمي او څیړنیزې پوهې د لوړولو په هدف په داخلي او نړیواله کچه مقالې په کې ځای پر ځای او د چاپ تر څنګ په انلاین شکل هم پر لیکه کیږي.

په نړیواله کچه د یاد ژورنال خپرول به د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي او اکاډمیک ځای په تقویه کولو کې لا زیاته مرسته وکړي. او کابل پولي تخنیک پوهنتون به د دې بهیر د ګړندي کولو لپاره لا ډیري هڅي وکړي.

د یادوني وړ ده  چې دغه ژورنال د یوې معتبر علمي سرچینې په توګه آنلاین خپور شوی او په فزیکي شکل د کابل پولي تخنیک پوهنتون عامه کتابتون کې د استادانو، محصلینو او علاقمندانو لپاره د لاسرسي وړ دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS

User account menu