د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال له اداري کارمندانو سره مشورتي غونډه تر سره کړه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۱:۲۴
photo

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د اړوند آمریتونو او څانګو د کارونو د ښه تطبیق په خاطر له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې په پوره صداقت او امانتدارۍ سرته وه رسوي، تر څو د اسلامي نظام، خلکو او هیواد لپاره د خدمت جوګه وګرځي.
نوموړي زیاته کړه: په ورځنیو چارو کې همغږي، صداقت، د حاضرۍ مراعات، له مراجعینو سره ښه چلند، په همکارانو شفقت او په اداري کارونو کې د سلسله مراتبو رعایت کول نه یوازې د کارونو د پرمختګ سبب ګرځي بلکې دا غوره اسلامي او شرعي تګلاره ده.
همدارنګه ښاغلي حقاني له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل، چې په دفتر کې د مکتوبونو، وړاندیزونو او نورو رسمي اسنادو په لیکلو او طی مراحلو کې له ډیر احتیاط او غور څخه کار واخلي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۶
Background image

د " فزیک ۱ " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند محمد داود احمدزي له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۱۱ فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu