د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۵۵
PHOTO

د معرفت مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، استادانو، د اداري څانګو آمرینو او مېلمنو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ښه راغلاست وینا تر څنګ د ښاغلي مولوي محمد یاسین بهار په ټاکل کیدو خوښي څرګنده کړه او تر څنګ یې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي اقبال زیاته کړه: دا د پوهنتون لپاره خورا مهمه او حیاتي برخه ده او د اداري کارونو پر وخت تطبیق د پوهنتون په بریالیتوب کې لوی رول لوبوي.
نوموړي له ټولو اړوند آمرینو وغوښتل چې له مالي او اداري مرستيال سره هر راز همکاري وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي الحاج مولوي سلطان محمد محسن په اداراتو کې تغییر او بدلون یو اصل وباله. دوی د مولوي محمد ياسين بهار د تقرر د منظورۍ مکتوب ولوست او ورته يې د برياليتوب هيله وکړه.
په اخیر کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون نوي مالي او اداري مرستيال ښاغلي مولوي محمد ياسين بهار مسووليت يو امتياز نه بلکې د الله ﷻ له طرف یو امتحان وبلی.
ښاغلي بهار په کارونو کې همغږي او د سلسله مراتبو مراعت د دندو د بریالیتوب لپاره مهم یاد کړل، همدارنګ دوی ژمنه وکړه، چې په ورسپارل شویو چارو کې به مسؤل وي او خپلې دندې به په پوره صداقت ترسره کوي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu