د کابل پولي تخنیک پوهنتون د والیبال لوبډلې د مرکزي زون د پوهنتونونو ترمنځ په والیبال سیالیو کې درییم مقام خپل کړ.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۲:۳۷
photo

د یادو سیالیو د پای مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
لومړی د ښوونې او روزنې پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر اغا هاشمي ټولو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او د ښوونې او روزنې پوهنتون د والیبال لوبډلې د اتلولۍ د ګټلو له امله یې مبارکي وویله.
ښاغلي هاشمي د خپلو خبرو په دوام کې د لوړو زده کړو وزارت، د المپیک له ریاست او د مرکزي زون د پوهنتونونو له مسوولینو څخه په دغو سیالیو کې د ګډون له امله مننه وکړه.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي محمد طاهر احمد د اسلام د مبارک دین له نظره د سپورت د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، او د ټورنمنټ ټولو لوبغاړو ته یې د بریا هیله وکړه.
همدارنګه د المپیک عمومي رئیس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق هم د یادو سیالیو په ترسره کیدو خوښي وښوده او د سپورټ په برخه کې یې د لوړو زده کړو له وزارت سره د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو رئیس ښاغلي کلیم الله محمدي د ښوونې او روزنې پوهنتون د والیبال ټیم ​​ته د دې اتلولۍ د ګټلو او ټولو ورزشکارانو ته یې مبارکي وویله.
ښاغلي محمدي د خپلو خبرو په دوام کې د سپورت په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې د ښوونې او روزنې پوهنتون واليبال ټيم لومړی، د البيروني پوهنتون واليبال ټيم دويم او د کابل پولي تخنيک پوهنتون واليبال ټيم دريم مقام خپل کړ.
په پای کې مراسم د مډالونو، د اتلولۍ کپ په ویښلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

Photo
Photo

Photo

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۲۵
Background image

د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د مطالعې د ارزښت او اغېزو په اړه سيمينار ترسره شو

یاد سیمینار چې هدف یې د محصلینو فکري ځواک پیاوړي کول، په څېړنه کې د مطالعې رول، د معلومات زیاتونه او په علمي بهیر کې د مطالعې ژور اغېز پېژندنه وه،  د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، کارمندانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو پنځلسم پړاو چې د بدني اعداد په موخه په لار اچول شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو د پنځلسم پړاو د پایلوبې مراسم د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، آمرينو، استادانو، د افغانستان اسلامي بانک استازو او يو شمېر محصلانو او د ورزش مينوالو. . .

BACK TO NEWS

User account menu