د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو لپاره د ( سوانح لیکلو ) تر عنوان لاندې سیمینار جوړ شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۸:۳۸
image

سیمینار د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو د خدمتونو او انسجام آمر ښاغلي سید عین الله هاشمي د محصلینو ګډون ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ پیلیزه وینا وکړه.
نوموړي د سیمینار د محتوا او د هغه د اهمیت په اړه خبري وکړې او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې په لا زیاتې هڅې کوي.
یاد سیمینار به دوه ورځې دوام وکړي، چې درسي چاري به یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د استاد ښاغلي پوهنیار بريالي سيمون له خوا پر مخ وړل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې یاد سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له خوا جوړ شوی او ۱۲۰ محصلینو په کې ګډون کړی و..

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu