د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي کمېټې غونډه ترسره شوه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۳:۰
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د مالي او اداري چارو مرستیال او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي کمیټې مسول ښاغلي انجینر ذاکرالله ذاکري د کمیټې غړو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.
ورپسې د 1402 لمریز کال د لومړۍ او دوهمې ربعې د عوایدو د راټولولو او مصرف او لګښتونو په اړه د مالې او حسابي آمریت راپور او همدارنګه د پوهنتون د اجناسو او ساختماني پروژو د تدارکاتي پړاوونو په اړه د تهیه او تدارکاتو آمریت راپورونه وړاندې شول.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د 1403 مالي کال د عادي او پراختيايي بوديجې د وړاندوينې او په بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
غونده د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۶
Background image

د " فزیک ۱ " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند محمد داود احمدزي له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۱۱ فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu