د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د شپې دورې ۴۲ تنه محصلین د عملي زده‌ کړو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته معرفي شول.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د شپې دورې ۴۲ تنه محصلین  د عملي زده‌ کړو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته معرفي شول.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د تحصیلي برنامو د تطبیق په چوکاټ کې ۴۲ تنه د ساختماني پوهنځي د شپې دورې محصلین د پرکتیک مرحلې د ترسره کولو او عملي کار د زده کړې لپاره د نامزد پوهنیار موعیدالله تر رهنمایۍ لاندې، په رسمي ډول د کور او ښار جوړونې وزارت ته معرفي شول.

یاد پروګرام د دې لپاره طرحه شوی چې محصلینو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي، تخنیکي ظرفیت یې لوړ شي او د واقعي کاري چاپېریال سره لا ښه بلد شي.

ټاکل شوې ده چې محصلین به د دې دورې په ترڅ کې، د کور او ښار جوړونې وزارت د متخصصینو تر مستقیم څار لاندې، له ساختماني پروژو، ډیزاین، نظارت، د پروژو مدیریت او نورو انجنیري او تخنیکي برخو سره له نږدې آشنا شي.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون مشرتابه د کور او ښار جوړولو وزارت له همکارۍ مننه او قدردانی کوي او هیله‌ ښیې چې دا عملي تجربې به محصلینو ته د خپلو مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د کاري بازار لپاره د لا ښه چمتووالي زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د محصلینو د انسجام او خدماتو آمریت د محصلینو د وزارتونو او سکتوري ادارو سره د عملي دورو او پرکتیکونو د همغږۍ او تنظیم په برخه کې مهم او اغېزمن رول لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه په ۱۴۰۴هـ.ش کال کې د لېسانس او ماسټري په کچه څه باندې ۱۰۰۰ کسه انجنیران فارغ شول

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړې شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو او عدلیې محترمو وزیر صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۲
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د ساختماني موادو برآورد په برخه کې ۴۵ ورځنۍ تقویتي برنامه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

دغه تقویتي برنامه چې د محصلانو د علمي وړتیاوو، مسلکي مهارتونو او عملي پوهې د پیاوړتیا په موخه دایر شوې وه؛ د ټاکلي مهال‌ وېش له مخې په منظم ډول پر مخ یووړل شوه. په یاد برنامه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

BACK TO NEWS

User account menu