د معلوماتي سیسټمونو څانګه

معلوماتي سیسټمونه په نړۍ کې د کمپیوټر د پنځو اساسي برخو څخه یو دی. په دې کورس کې د معلوماتو سیسټمونو اساسات، ډیټابیسونه، مدیریت، ویب ټیکنالوژي، الکترونیکی تجارت، د معلوماتو امنیت او د ګرځنده موبایل اپلیکیشنونو اساسات یی نصاب کې شامل دي. د معلوماتي سیسټمونو څانګې لرلید دا دی چې افغانستان د باکیفیته لوړو زده کړو په وړاندې کولو سره د معلوماتو او مخابراتي سیسټمونو له نوي کاروان سره ونښلوي.

د یوې ادارې په مختلفو کچو کې معلوماتو سیسټمونه کولی شي ورځني کارونه ګړندي او په دقیق ډول ترسره کړي. مهم معلوماتي سیسټمونه ، ډیټابیسونه او د معلوماتو مدیریت سیسټمونه  په کي شامل دي. د دې سیسټمونو نورې مثالونه عبارت دي له :

  1.     Transaction Process Systems (TPS)
  2.     Enterprise Collaboration Systems (ECS)
  3.     Management Information Systems (MIS)
  4.     Decision Support Systems (DSS)
  5.     Executive Support Systems (ESS)

 

د معلوماتی سیستمونو د څانګی موخي:

  • د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټري معلوماتي سیستمونو په برخه کې د یو لوړ کیفیت درسي پروګرام وړاندې کول، څو محصلین په نړیواله کچه د سیالۍ لپاره چمتو شي او وکولای شي په دولتي او خصوصي ادارو کې دندې ترلاسه کړي او لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
  • د څېړنو او نورو علمي فعالیتونو پر وړاندې ژمنتیا، د پرمختګ، پراختیا او د لیسانس دورې له تعلیمي بهیر سره د همکارۍ په موخه، او همدارنګه د محصلینو او استادانو د علمي، فکري او مسلکي ودې لپاره هڅې کول.
  • د کمپیوټري معلوماتي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونو په علمي ډګر کې همکاري کول.
  • د همکارۍ، ګډ کار  او زده‌کړې سره د علاقې لرونکی تعلیمي چاپېریال رامنځته کول.

 

 

لیدلوری (Vision)

معلوماتي سیستمونو په نړۍ کې ستر بدلون رامنځته کړی دی، او هېوادونو د دغې ټکنالوژۍ په کارولو سره د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د معلوماتي سیستمونو د دیپارتمنت لیدلوری دا دی چې د معیاري لوړو زده‌کړو د وړاندې کولو له لارې افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو له نړیوال بهیر سره وتړي.

د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت اراد لري چې د معیاري کریکولم او د لوړ کیفیت درسي مضامینو په وړاندې کولو سره، دغه دیپارتمنت او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د هېواد او سیمې په کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو له مهمو علمي او څېړنیزو مرکزونو څخه وګرځوي.

د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت ژمن دی چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو د کارولو له لارې د ټولنې د ودې، پرمختګ او ښې حکومتولۍ په برخه کې فعاله ونډه واخلي، او په همدې موخه ټولنې ته مسلکي او متخصص کادرونه وړاندې کړي.

همدارنګه، دغه دیپارتمنت غواړي د افغانستان په کچه د یو باوري علمي ـ څېړنیز مرکز په توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ د څېړنو او د پروژو د پلي کولو په برخه کې مخکښ رول ولوبوي او په دې برخه کې د دولت او خصوصي بنسټونو باور تر لاسه کړي.

 

رسالت (Mission):

د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون له رسالت څخه د لیسانس دورې لپاره د لوړ کیفیت درسي مضامینو د وړاندې کولو له لارې ملاتړ کوي. همدارنګه، د معلوماتي سیستمونو د دیپارتمنت رسالت دا دی چې داسې متمرکز او د چاپېریال سره برابر درسي پروګرامونه وړاندې کړي، چې محصلین، کارکوونکي او د دې دیپارتمنت کادري غړي وکولای شي خپلو ټاکل شوو موخو ته ورسېږي.

دغه دیپارتمنت هڅه کوي چې خپل محصلین په نړیواله کچه د سیالۍ لپاره چمتو کړي او هغوی د دولتي ادارو، شرکتونو کې د کار ترلاسه کولو، د لوړو زده‌کړو د دوام او یا هم په لوړو پوهنتونونو کې د شاملېدو لپاره اماده کړي.

د دې دیپارتمنت درسي پروګرام د معلوماتي سیستمونو له څانګې سره تړاو لري. د دې دیپارتمنت کریکولم محصلینو ته مناسب فرصتونه برابروي، څو د دې څانګې د بنسټیزو مفاهیمو عمومي پوهه، او همدارنګه تخصصي تیورۍ، عملي زده‌کړې او اکاډمیک اصول د خپلې تعلیمي ودې لپاره زده کړي.

 

د معلوماتي سیستمونو د دیپارتمنت فعالیتونه (Activities)

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت، د خپلو تعلیمي، څېړنیزو او پراختیایي موخو د پلي کېدو په لاره کې، په لاندې برخو کې بېلابېل او اغېزمن فعالیتونه ترسره کوي:

  1. تعلیمي فعالیتونه
  • د لوړو زده‌کړو وزارت د معیاري او نوې شوې نصاب سره سم د نظري او عملي مضامینو تدریس.
  •  د دې دیپارتمنت په لابراتوارونو کې د عملي کارونو ترسره کول.
  • د محصلینو د عملي مهارتونو پیاوړتیا د پروګرام‌نویسۍ، ډېټابېس، وېب پاڼو او موبایل پروګرامونو په برخو کې.
  • د نوې تدریسي طریقو پلي کول چې پر پروژو، د ستونزو پر حل او عملي زده‌کړو ولاړې وي.

 

 

  1. څېړنیز او علمي فعالیتونه
  •  په هوښیار سیستمونو، مصنوعي ځیرکتیا، ماشین زده‌کړې، او معلوماتي ساینس کې علمي څېړنې ترسره کول.
  • د محصلینو هڅول ترڅو د لیسانس په کچه نوښتګر او څېړنیز پروژې ترسره کړي.
  • د سمستري پروژو، عملي تمرینونو او فراغت تیزسونو علمي لارښوونه او څارنه.
  • د استادانو ګډون په ملي او نړیوالو علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې.

 

  1.  لابراتواري او عملي فعالیتونه
  • لابراتوارونو ته تجهیز ورکول او ساتنه کول.
  • د مختلفو مضامینو عملي تمرینونه په انفرادي او ډله‌ییزه ډول ترسره کول.
  • د معلوماتي سیستمونو په برخه کې عملي پروژو پلي کول.

 

  1. د ظرفیت لوړولو فعالیتونه
  • د محصلینو او استادانو لپاره د سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو جوړول.
  • د ښوونیز او کادري غړو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول د تعلیمي او څېړنیزو پروګرامونو له لارې.
  • د نرم مهارتونو پیاوړتیا لکه ډله‌ییز کار، د پروژې مدیریت او مسلکي اخلاق.

 

  1. له ټولنې سره د د همکارۍ او اړیکو فعالیتونه
  • له دولتي او خصوصي بنسټونو سره د علمي او مسلکي اړیکو رامنځته کول.
  • د معلوماتي او مدیریتي سیستمونو رامنځته کول.
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو له صنعتونو سره همکاري، د تعلیمي او تولیدي عملي تمرینونو (پرکتیکونو) د پلي کېدو په موخه.
  • له فارغ‌التحصیلانو سره اغېزمنې اړیکې ټینګول، څو د هغوی تجربې او د کار بازار اړتیاوې انتقال شي.
  1. د نوښت او متشبثیت فعالیتونه
  • د محصلینو هڅول چې خلاقانه او نوښتګرې پروژې طرحه او عملي کړي.
  • د محصلینو د ټکنالوژیکو نظریو ملاتړ د سټارټاپونو او بومي تولیداتو په برخه کې.
  • د علمي سیالیو او د پروژو د نندارتونونو لپاره د زمینې برابرول.
  1. اداري او تنظيمي فعالیتونه
  • د لوړو زده‌کړو وزارت د مقرراتو او پالیسۍ پلي کول.
  • د علمي پرمختګونو او د کار بازار د اړتیاوو سره سم د درسي نصاب بیاکتنه او ښه‌والی.
  • د دیپارتمنت د اکاډمیک، لابراتواري او اسنادي چارو سم مدیریت.

 

 

اسانتیاوې (Facilities)

لابراتوارونه:

د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت څلور ټولګي او یو نسبتاً مجهز کمپیوټر لابراتوار لري، چې د تدریس، عملي کارونو او د ټولګي پروژو د تطبیق لپاره کارول کېږي.

د دې لپاره چې د محصلینو تعلیمي او عملي اړتیاوې پوره شي، په لابراتواري کمپیوټرونو کې لاندې سافټ‌ویرونه نصب شوي دي.

  • سیستم‌عامل Windows
  • Microsoft Office
  • Visual Studio و Visual Studio Code
  • Python
  • Java (JDK)
  • C / C++ Compiler
  • SQL Server و MySQL
  • مرورگرهای انترنت (Google Chrome و Mozilla Firefox)

 

 

کتابخانه :

 

دغه دیپارتمنت یوازې د پوهنځي په کچه یو عصري کتابخانه لري، چې په کې () کتابونه شتون لري او د یو وخت لپاره د ۴۰–۵۰ کسانو د ځای ظرفیت لري.

 

استادان او کارمندان (People)

استادان (Faculty)

 د هر استاد په اړه مختصر معلومات :

پوهنیار محمد ضمیر احمدزی

لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کابل پوهنتون
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د میسور پوهنتون، هندوستان
بریښنالیک: mz.ahmadzai63@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0771515117
څېړنیزې برخې Machine Learning, Deep Learning, and Computer Vision:

 

 

 

 

پوهنیار محمد قسیم قیام

لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کابل پوهنتون
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کابل پوهنتون
بریښنالیک: qaseemqiam@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0780871387

. څېړنیزې برخې: Database, Data Mining, Machine Learning and data science

 

پوهنیار مطیع الله صدیقی

لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کابل پوهنتون
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د شیراز پوهنتون، ایران
بریښنالیک: sadiquees@gmail.com
د تماس شمېره: 0771798536

څېړنیزې برخې: Database, Data Mining, Machine Learning and data science

 

پوهنیار مجتبی سلطانی

لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کندهار پوهنتون
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د تربیت‌دبیر شهید رجایي پوهنتون، تهران، ایران
بریښنالیک: Mujtaba.cs01@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0770702705

څېړنیزې برخې: Machine Learning, Deep Learning, Natural Language Processing, Information and Knowledge Management, Sentiment Analysis, Text Processing, Language Understanding

 

 

پوهنیار سید وسیع الله سادات:

لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، میوند پوهنتون، کابل، افغانستان
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، کالینګا پوهنتون، نوی رایپور، هند
بریښنالیک: sayed.wasiullah@kpu.edu.af
د تماس شمېره: +93773731765

څېړنیزې برخې: Computer Vision, Software Engineering, Data Mining and Data Warehousing

 

عرفان الله عظیمی:

لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د ننګرهار پوهنتون
ماستري دوره: د هزاره پوهنتون، مانسهره، پاکستان
بریښنالیک: Irfanullah.azimi@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0789891619

څېړنیزې برخې:AI, Machine Learning , NLP, Digital Image Processing

 

نامزد پوهنیار قدرت الله نورزاد

لیسانس دوره: د کمپیوټر او انفورماتیک انجینرۍ پوهنځي، د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د معلوماتي ټکنالوژۍ دیپارتمنت
ماستري دوره:
بریښنالیک: qudratullah.noorzad@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0767653109

څېړنیزې برخې:: هوش مصنوعی، یاد گیری ماشین و دیتاساینس.

نامزد پوهنیار اقبال علی سلطانی

لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د هرات پوهنتون
ماستري دوره:
بریښنالیک: iqbal1369@gmail.com
د تماس شمېره: 0786493249

څېړنیزې برخې:  Data Science and Software Engineering

 

نامزد پوهنیار لطف الله حق نثار

لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د جین پوهنتون، بنګلور، هندوستان
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د شاردا پوهنتون، هندوستان
بریښنالیک: Lutfullah.ha@gmail.com
د تماس شمېره: 0764347730

څېړنیزې برخې:  : Artificial Intelligence and Machine Learning

 

کارمندان (Staff)

نوم او تخلص: احمد سهیم افضلي
دنده/عنوان: انجنیر لابرانت
بریښنالیک: saheem@kpu.edu.af

User account menu