د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې او ارزونې هئیت له کابل پولي تخنیک په څخه لیدنه وکړه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۴:۴
photo

د یادې لیدنې غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست وینا وکړه او تر څنګ یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په اړه یې خپل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي اقبال اړوند ټولو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه ، چې د یاد پلاوي سره د بررسي په برخه کې هر راز همکاري وکړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین کمېټې غړي مفتي نذیر احمد احمدي په خپلو خبرو کې په پوهنتونونو او په ځانګړي ډول په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کیفیت د تضمین د ارزونې او ارزښت په اړه خبرې وکړې او د اړوندو څانګو د مسؤلینو څخه یې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه .
د غونډه په دوام کې د کیفیت د تضمین او ارزونې کمېټې غړو د ارزونې او بیا کتنې مهال ویش له ګډونوالو سره شریک او په اړه یې خپل پیشنهادات او نظریات څرګند کړل.
د يادونې وړ ده، چې یادې ارزونې درې ورځې دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې د علمی چارو معاونیت، مالي او اداري معاونیت، د تحقیقاتو او مجلې معاونیت، د محصلانو چارو معاونیت او اته ګونې پوهنځي بررسي او و ارزولې.

Photo
Photo

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu