د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس د کابل پولي تخنیک پوهنتون له مشر تابه سره وکتل

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۲:۴۷
photo

د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي حافظ انجنیر روح الله روحاني د کابل پولي تخنیک پوهنتون له مشر تابه سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي حافظ انجنیر عنایت الله او د اړیکو او عامه پوهاوي آمر ښاغلي ارسلا مفتون هم حضور درلود، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او ښاغلي روحاني، په رسمي ویب پاڼه، فیسبوک پانه او وتسآپ ګروپونو کې د راپورونو او اعلانونو د تنظیم، د واتسآپ گروپونوتر یو واحد چتر لانډې راوستل، د معتبرو خبرونو پر خپریدو، د نشراتو په برخه کې په همغږي او په یادو مواردو کې یې د لا ښه والي په موخه نظرونه تبادله کړل.
همدارنګه د دغه پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمر ښاغلي ارسلا مفتون د سمعي او بصری او چاپ په برخه کې د دی آمریت گزارش او فعاليتونو راپور وړاندې کړ.
دغه راز دوی د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت د تشکیل کمبود، د دغه آمریت د نشراتي وسایلو د کمښت، د چاپ د ماشینونو د نشتوالي په اړه هم خبرې وکړې، چې په اخیر کې ښاغلي روحاني د هر اړخیزو همکاریو ژمنه څرګنده کړه.

Photo
Photo

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu