د غیر عضوی موادو د صنایع څانګه لنډه پیژندنه:
د غیر عضوی موادو تکنالوژی دیپارتمنت په 1388 هجری شمسی لمریز کال کی د ځوان علمی او مسلکی کادرونو د روزنی او د غیر عضوی موادو د تولید او ضرورت پر اساس تاسیس شو. دغه دیپارتمنت د خپل تاسیس له نیټی څخه تر دی مهال پنځه دوری فارغ شوی محصلین له 1397-1392 پوری د لیسانس په سویه ټولنی ته وړاندی کړی دی.
اوس مهال د غیرعضوی موادو تکنالوژی دیپارتمنت یو لابراتوار لری چی په هغه کی د غیر عضوی مواد تحلیل او تجزیه صورت نیسی چی دغه لابراتوار د اروپایی ټولنی او د سلواک هیواد د تخنیکی پوهنتون په مرستی سره په مدرونو وسایلو سمبال ده. د غیر عضوی موادو تکنالوژی دیپارتمنت 5 تنه علمی کادرونه لری .
د غیر عضوی موادو تکنالوژی دیپارتمنت اوس مهال د 230 تنه محصل لری چی په مختلفو صنفونو کی د دی دیپارتمنت د استادانو لخوا تدریس کیږی. د دی دیپارتمنت زده کوونکی د خپلی زده کړی په دوره کی دوه ځلی په عملی توګه د غیر عضوی موادو په فابریکو کی د تولید پروسه له نیږدی څخه وینی او زده کړه کوی.
د دیپارتمنت د اعضاوو لنده پیژندنه:
نوم او تخلص: محراب الدین شهابی، علمی رتبه: پوهاند
د تحصیل درجه : ماستر، رسمی موقف : ښوونکی ، د زږیدلو نیټه:1338
تحصیلات : د کیمیاوی تکنالوژی ماستر د پولی تخنیک پوهنتون، د اړیکی شمیره: 0700188787
ایمیل: m.shahabi@kpu.edu.af علمی آثار: 5 کتابونه 16 تحقیقی- علمی مقالی
نوم او تخلص : سید ولی سلطان، علمی رتبه: پوهندوی
د تحصیل درجه : دکتور ، رسمی موقف : د دیپارتمنت ښوونکیف د زږیدلو نیټه: 1336
تحصیلات : د عضوی موادو د تکنالوژی دوکتورا د تاجکستان څخه
علمی آثار: کتاب او تحقیقی- مقالی 8ایمیل: w.sultan@kpu.edu.af
نوم او تخلص : لطف الله احمدی، علمی رتبه: پوهندوی
د تحصیل درجه : لیسانس، رسمی موقف : د دیپارتمنت ښوونکی، د زږیدلو نیټه: 1338
تحصیلات : د کیمیاوی تکنالوژی لیسانس د پولی تخنیک له پوهنتون څخه
ایمیل : l.ahmadi@kpu.edu.af د اړیکی شمیره: 0799872975 علمی آثار: کتابونو ژباړه 3، تحقیقی – علمی مقالی 6
نوم او تخلص : نازو یوسفی مایار، علمی رتبه: پوهیالی
د تحصیل درجه : لیسانس، اوسنی موقف : د دیپارتمنت ښوونکی
د زږیدلو نیټه: 1370، تحصیلات : د غیرعضوی مواد د تکنالوژی لیسانس د پولی تخنیک پوهنتون
علمی آثار: تحقیقی – علمی مقالی 3، ایمل : nazo.mayar@kpu.edu.af، د اړیکی شمیره: 0797109989
نوم او تخلص : زاهد محمدی ، علمی رتبه: پوهنیار
د تحصیل درجه : لیسانس، رسمی موقف : د دیپارتمنت ښوونکی، د زږیدلو نیټه: 1364
تحصیلات : د کیمیاوی تکنالوژی لیسانس د پولی تخنیک له پوهنتون څخه ایمیل : zahedmohammadi123456@gmail.com
د اړیکی شمیره: 0786808433، علمی آثار: 3
نوم او تخلص : لعل محمد فیضی، د تحصیل درجه : لیسانس
رسمی موقف : انجنیر لابرانت، د زږیدلو نیټه: 1365
تحصیلات : د برق او الکترونیک انجنیری- پوهنتون ابوریحان
ایمیل : m.faizi@kpu.edu.afد اړیکی شمیره: 0771013033
د غیر عضوی تکنالوژی دیپارتمنت موخی
د دی دیپارتمنت د تاسیس اصلی موخه د مسلکی او په پوهه سمبال کدرونه د عالی زده کړو په قوانینو او مقرراتو سمبال روزنه ده، چی په دی توګه لاندی موخی تعقیب کوی:
- د یو مسلکی دیپارتمنت رامنځ ته کول د تخصصی او مسلکی کدرونو د روزنی په موخه د افغانستان په سطح تر څو دغه فارغان وکولی شی په راتلونکی کی د ملی منافعو په نظر کی نیولو سره په ملی او منطقوی سطح خپلی ټولنی ته خدمت وکړی.
- د غیر عضوی تکنالوژی دیپارتمنت پرمختګ د یو مجهز دیپارتمنت په توګه تر کال 1400.
- علمی مرستی په انکشافی پلانونو کی د دولتی او غیر دولتی موسساتو سره.
- د معلوماتو انتقالول د مختلفو کورنی او بهرنی علمی مرکزونو سره.
- د ځوان کادرونو روزنه په مسلکی او تخصصی علم سمبال .
- د استادانو د پوهنی کچه لوړول.
- د دیپارتمنت مجهز کول په مدرنو وسایلو .
- تحقیقی او لابراتواری کارونه د دیپارتمنت په مجهز لابراتوار کی.
- د یوی مناسبی او له هر ډول تعصب څخه لری فضا کی تدریس کول.
- د تحقیقی او تحصیلی سطح پرمختګ .
- د منرالی تیزابونو تولید، د سلیکاتونو تولید او دکودونو د تولید او داسی نورو مضامینو زده کړه .
- تحقیق او څیړنه.
- د دی دیپارتمنت فارغان کولای شی چی د مزار شریف د کود و برق په فابریکه کی، د سمنتو تولید، د سرامیکو تولید او د موادو د انالیز او تحقیقی لابراتورانو کی دنده تر سره کړی.
د دیپارتمنت د دیدگاه
د یو مسلکی دیپارتمنت ایجادول د تخصصی او مسلکی کدرونو د روزنی په موخه د افغانستان په سطح تر څو دغه فارغان وکولی شی په آینده کی د ملی منافع په نظر کی نیولو سره په ملی او منطقوی سطح خپلی تولنی ته خدمت وکړی.
د د یپارتمنت دندی او مسوولیتونه
د دی دیپارتمنت دندی او مسوولیتونه د ځوان او مسلکی نسل روزنه په نریواله کچه ،د ټولنی د ضرورتونو پر مطابق او د آزاد بازار د تقاضا او پراخ دولتی پلانونو، مسلکی او تخصصی زده کړه په ملی او منطقوی کچه ده.
- د ټولنی د ضرورت پر مطابق د متخصصینو روزنه، د موادو د تصفیی ، استخراج د طبیعی منابع او تبدیلول یی په کالیو (مصرفی) د اقتصاد دلوړولو پر موخه.
- علمی مرستیاوی د ټولنی د انکشافی پلان د اجرا کولو د دولتی او غیر دولتی زیربط موسساتو سره.
- کیفی او کمی ارتقا د تحصیلی خدماتو د متقضایانو لپاره د ملی او بین المللی معیارونو سره سم .
- د علم او زده کړی پرمختګ
- زده کړه او روزنه
- په پراخه توګه د نظری لاسته راورنو کارول په عملی توګه.
- د معلوماتو انتقالول د مختلفو کورنی او بهرنی علمی مرکزونو سره.
- تحقیق او څیړنه
څیړنی
د غیرعضوی دیپارتمنت استادان ، تحقیقی- علمی چاپ شوی او غیر چاپ شوی مقالی لری چی بدبختانه د لابراتوارونو د کمښت له کبله پر بعضو موضوعاتو تراوسه څیړنی تر سره شوی نه دی.
آسانتیاوی
دغیر عضوی دیپارتمنت یو لابراتوار، دوه درسی ټولګی لری او د دیپارتمنت استادان پر نوی تکنالوژی سره سمبال خپل لکچرونه مخ ته وړی.