د علمي برنامو د بیاکتنې پروسې او د علمي کلنۍ څیرنو په اړه د پوهاوي دورٸې ورکشاپ دائیرشو.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۲:۷
د علمي برنامو د بیاکتنې پروسې او د علمي کلنۍ څیرنو په اړه د پوهاوي دورٸې ورکشاپ دائیرشو.

غونډه د الله تعالی د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې ورکشاپ کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون یو شمیر استادانو برخه اخیستې وه لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد نسیم نسیمي ټولو استادانو ته ښه راغلاست ووایه او د ورکشاپ د جوړولو له امله یې مننه وکړه.

د علمي برنامو د بیاکتنې پروسې او د علمي کلنۍ څیرنو په اړه د پوهاوي دورٸې ورکشاپ دائیرشو.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال ډاکټر امان الله فقیري خپل پریزنټیشن وړاندې کړ او د علمي بیاکتنې پروسې، د نوي علمي پروګرامونه جوړول، د پروګرامونو پراختیا او د پروګرامونو کیفیت او خدمات په تفصیل سره بیان کړل او د پروګرامونو د علمي معیارونو پلې کول یې تشریح کړل.

د علمي برنامو د بیاکتنې پروسې او د علمي کلنۍ څیرنو په اړه د پوهاوي دورٸې ورکشاپ دائیرشو.

همدا راز د علمي پروګرامونو پیاوړتیا او پلي کولو ته دوام، لاسته راوړنې، ستونزې او د حل لارې، قوتونه، د علمي پروګرامونو آسانتیاوې،  فرصتونه، او همدارنګه د علمي پروګرامونو کلنۍ څارنې بیان کړی.

هغه د دا ډول پروګرامونو پلې کول د استادانو، محصلینو، کارکوونکو او په ټولیزه توګه د پوهنتون لپاره اړین او ګټور وګڼل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu