داوبو د زیرمو او د چاپیریال د انجنیری پوهنځی
د کابل پولی تخنیک پوهنتون نوموړی پوهنځی په کال ۱۳۹۳ ه ش کی په خپل چوکات کی تاسیس کړه. د اوبو د زیرمو او د چاپیریال د انجنیری په پوهنځی کی اوس مهال دوه فارغ ورکوونکی )مسلکی) دیپارتمنونه او یو هم عمومی دیپارتمنت فعالیت لری. د نوموړی پوهنځی په منل شوی جوړښت کی ټول پنځه دیپارتمنتونه شتون لری ولی د کافی اندازه صنفونو د نه شتون له امله د خړوبولو انجنیری او عمومی هایدرولیک او هایدرولوژی دیپارتمنونو خپلی کړنی ندی پیل کړی ندی شروع کړی.
د اوبو دزیرمو او د چاپیریالدانجنیری پوهنځی موخی
د اوبو د زیرمو دانجنیری او د ژوند د چاپیریال په څانګه کی د زده کړی او مهارتونو انتقال، تجزیه او څیړل
په ملی او بین المللی کچه په ټولنه او دکار په بازار کی د انجنیری او هایدرولیکی ساختمانونو په برخه کی دمتخصصو کادرنو د اړتیاوو پوره کول
د هیواد ملی شتمنی ته د پرمختګ په موخه دعلمی څیړنو د وړتیاوو لوړول
د اوبو په برخه کی د شته ستونزو او ننګونو لپاره د لومړنی او پرمختللی څیړنو په موخه د پوهنځی او استادانو د علمی کچی لوړول.
د ځوانو استادانو لپارها د دوکتورا تر کچی د تحصیلی دوری په پوره کولو ټینګار
د دیپارتمنونو د درسی خونو سمبال او عصری کول
د درسی نصاب ځغلنده کتنه او عصری کول
د کتابونو تالیف ،علمی څیړنو چاپ او د استادانو په کلنی علمی کنفرانس کی د ګډون او علمی مقالو تهیه کولو لپاره د استادانو تشویق او هڅول.
د اوبو د زیرمو او د چاپیریال د انجنیری پوهنځی ظرفیتونه
د نوموړی پوهنځی لایق او تجربه لرونکی کادرونه د دوکتورا او ماستری تر کچی لوړی زده کړی لری چی په تدریس او څیړنو بوخت دی .
نوموړی پوهنځی د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشری قوی د پرمختګ له پروګرام (USWDP) سره نژدی اړیکی لری او پدی اړه یی یو تفاهم لیک هم لاسلیک کړیدی.
نوموړی پوهنځی غواړی د ملی او بین المللی اداراتو سره د څیړنیزو او تخنیکی پروژو په کارولو سره همکاری ولری ترڅو خپل علمی او اکادمیک ظرفیتونه لوړ کړی.
د اوبو د زیرمو او د چاپیریال د انجنیری پوهنځی وړتیاوی
د سطحی اوبو د ذخیره کولو په موخه د مختلف ډوله بندونو څیړنه، ډیزاین، جوړونه او ګټه اخیستنه
د اوبو څخه د برق د تولید اړوند ټولو ساختمانونو او تاسیساتو څیړنه، ډیزاین، جوړونه او ګټه اخیستنه
د انجنیری فعالیتونو د پیژندلو په موخه د ماشین الاتو، منابعو او مناسبو لارو چارو په کار اچول
د خړوبولو انجنیری اړوند ټولو ساختمانونو او تاسیساتو څیړنه، ډیزاین، جوړونه او ګټه اخیستنه
د سیلابونو دتخریب څخه دمخنیوی اړوند ساختمانونو څیړنه، ډیزاین، جوړنه او ګته اخیستنه
د زراعتی ځمکو د مالګین کیدواو جبه زار کیدو څخه دمخنیوی اړوند ساختمانونو څیړنه، ډیزاین او ګته اخیستنه
د اوبو انتقالوونکو کانالونو او تونلونو څیړنه، ډیزاین او ګته اخیستنه
د هایدروتخنیکی ودانیو تکنالوژی ، مدیریت او څارنه
د هایدرولیکی ودانیو مراقبت او ساتنه
د کبانو د ساتنی او روزنی اړوند ودانیو څیړنه، ډیزاین او جوړونه
د باران او هایدرولوژیکی ارقامو راټولونه او پروسس
د سیندونو د حوزو تنظیم ، مدیریت او څیړنه
د کابل پولی تخنیک پوهنتون د اوبو د زیرمو او د چاپیریال د انجنیری پوهنځی کړنی
د اړوندو ادارو لپاره د اوبو د سرچینو او چاپیریال انجنیری په بیلابیلو برخو کې د علمی کادرونو او انجنیرانو روزنه چې د ډیزاین، سروې، لومړنۍ مطالعې، تخنیکي او اقتصادي ارزونې او د اوبو د سرچینو د انجنیري پروژو د نظارت وړتیا ولري.
د اوبو د سرچینو او د چاپیریال انجنیري په مختلفو برخو کې د درسي کتابونو تالیف او ژباړه.
د هیواد په کچه د اوبو د سرچینو او چاپیریال د انجنیري په برخو کې د علمي او څیړنیزو پاڼو وړاندی کول
د اوبو د سرچینو او چاپیریال په مختلفو برخو کې د څیړنو ترسره کول
د وزارتونو، ملي او نړیوالو ادارو او سازمانونو سره د فعالو اړیکو لرلو.
د ډیزاین، سروې، لومړنی مطالعې، تخنیکي او اقتصادي ارزونې او د اوبو د سرچینو او چاپیریال انجنیري اړوند پروژو نظارت.
د اوبو د سرچینو او چاپیریال انجنیری د لویو پروژو هایدولوژیکي څیړنی
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو د سرچینو او چاپیریال انجنیري د پوهنځي ستراتیژیک پلان
پېژندنه:
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبود سرچینو او چاپیریال انجنیری پوهنځی د پوهنځی او د هغه اړونده څانګو د پراختیا لپاره یو روښانه ستراتیژیک پلان چمتو کړی دی، موږ هیله لرو چې د تدریس سیسټم ته وده ورکړو، د پوهې کچه لوړه کړو او په خپل ځان باور ومومو.
د پوهنځي موخی:د دې پوهنځي اصلي موخه دا ده چې : د سیمه ییزو او نړیوالو معیارونو سره سم د تعلیمی نصاب پراختیا او سمون ، د هیواد اقتصاد ته د ودی ورکولو په هدف د پوهې، مهارتونو او تخصص درلودونکی کاري ځواک رامینځ ته کول ، د معیاري زده کړې او ساینسي څیړنو د اسانتیاوو رامنځته کول ، د یو پرمختللي ښونیز سیسټم په توګه د کریډیټ سیسټم پلي کول ، د پوهنځي او د پوهنځي د غړود فعاليتونو سمه ارزونه، د تدريس، څيړنې او د ساينسي او تخنيکي خدمتونو وړاندې کول، او د کورني، سيمه ييزو او نړيوالو لوړو زده کړو د موسسو تر منځ د همکارۍ رامنځته کول.
د پوهنځی موخو ته درسیدو لاری:
د وطن پالنې روح پیاوړتیا او د هر ډول توکم، ملي، ژبني او نورو تعصبونو څخه پاک خدمتونو وړاندی کول
د دیپارتمنتونو د اکادمیک کارکونکود ظرفیت لوړول
د نوي درسي تخنیکونو او میتودولوژیو کارونه
د مسلکي او عمومی دیپارتمنتونو لپاره د لابراتوارونو د سامان بشپړول
د اړتیاوو پربنسټ د اکادمیک کارمندانو بشپړول
د اوبود سرچینو د انجنیري پروژو د امکان وړ مطالعې، ډیزاین، تطبیق او څیړنې
د پوهنځی د ستراتیژیک پلان د موخو دتطبیق لپاره د مرستندویه ارګانونو لټول
د اکادمیک کارمندانو د څیړنېزو کارونو زیاتوالی
د پوهنتون د ویب پاڼی د بشپړولواوهمکاری لپاره د پوهنځي د ډیټابیس جوړول
د پوهنځی د اکادمیک، اداري او تدریسي کچې لپاره د ځان ارزونه او د ارزونې پروسې تاسیس کول
د ٍE-learning سیسټمونو جوړول
د اهدافو او زده کوونکو په منځ کې د زده کړې سیسټمونو پر بنسټ ولاړ تدریس
د هیواد د ملي ګټو سره سم د نوي څانګو رامینځته کول
د پوهنځی اودیپارتمنتونو په کچه د کتابتونونو تاسیس کول
د پوهنتون د مالي خپلواکي ترلاسه کولو لپاره مبارزه
د دیپارتمنتونو دلابرانتونو او تخنیکی کارکوونکو د ظرفیت لوړول.