د معلوماتي سیسټمونو څانګه
معلوماتي سیسټمونه په نړۍ کې د کمپیوټر د پنځو اساسي برخو څخه یو دی. په دې کورس کې د معلوماتو سیسټمونو اساسات، ډیټابیسونه، مدیریت، ویب ټیکنالوژي، الکترونیکی تجارت، د معلوماتو امنیت او د ګرځنده موبایل اپلیکیشنونو اساسات یی نصاب کې شامل دي. د معلوماتي سیسټمونو څانګې لرلید دا دی چې افغانستان د باکیفیته لوړو زده کړو په وړاندې کولو سره د معلوماتو او مخابراتي سیسټمونو له نوي کاروان سره ونښلوي.
د یوې ادارې په مختلفو کچو کې معلوماتو سیسټمونه کولی شي ورځني کارونه ګړندي او په دقیق ډول ترسره کړي. مهم معلوماتي سیسټمونه ، ډیټابیسونه او د معلوماتو مدیریت سیسټمونه په کي شامل دي. د دې سیسټمونو نورې مثالونه عبارت دي له :
- Transaction Process Systems (TPS)
- Enterprise Collaboration Systems (ECS)
- Management Information Systems (MIS)
- Decision Support Systems (DSS)
- Executive Support Systems (ESS)
د معلوماتی سیستمونو د څانګی موخي:
- د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټري معلوماتي سیستمونو په برخه کې د یو لوړ کیفیت درسي پروګرام وړاندې کول، څو محصلین په نړیواله کچه د سیالۍ لپاره چمتو شي او وکولای شي په دولتي او خصوصي ادارو کې دندې ترلاسه کړي او لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
- د څېړنو او نورو علمي فعالیتونو پر وړاندې ژمنتیا، د پرمختګ، پراختیا او د لیسانس دورې له تعلیمي بهیر سره د همکارۍ په موخه، او همدارنګه د محصلینو او استادانو د علمي، فکري او مسلکي ودې لپاره هڅې کول.
- د کمپیوټري معلوماتي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونو په علمي ډګر کې همکاري کول.
- د همکارۍ، ګډ کار او زدهکړې سره د علاقې لرونکی تعلیمي چاپېریال رامنځته کول.
لیدلوری (Vision)
معلوماتي سیستمونو په نړۍ کې ستر بدلون رامنځته کړی دی، او هېوادونو د دغې ټکنالوژۍ په کارولو سره د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د معلوماتي سیستمونو د دیپارتمنت لیدلوری دا دی چې د معیاري لوړو زدهکړو د وړاندې کولو له لارې افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو له نړیوال بهیر سره وتړي.
د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت اراد لري چې د معیاري کریکولم او د لوړ کیفیت درسي مضامینو په وړاندې کولو سره، دغه دیپارتمنت او د کابل پولیتخنیک پوهنتون د هېواد او سیمې په کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو له مهمو علمي او څېړنیزو مرکزونو څخه وګرځوي.
د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت ژمن دی چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو د کارولو له لارې د ټولنې د ودې، پرمختګ او ښې حکومتولۍ په برخه کې فعاله ونډه واخلي، او په همدې موخه ټولنې ته مسلکي او متخصص کادرونه وړاندې کړي.
همدارنګه، دغه دیپارتمنت غواړي د افغانستان په کچه د یو باوري علمي ـ څېړنیز مرکز په توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ د څېړنو او د پروژو د پلي کولو په برخه کې مخکښ رول ولوبوي او په دې برخه کې د دولت او خصوصي بنسټونو باور تر لاسه کړي.
رسالت (Mission):
د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت د کابل پولیتخنیک پوهنتون له رسالت څخه د لیسانس دورې لپاره د لوړ کیفیت درسي مضامینو د وړاندې کولو له لارې ملاتړ کوي. همدارنګه، د معلوماتي سیستمونو د دیپارتمنت رسالت دا دی چې داسې متمرکز او د چاپېریال سره برابر درسي پروګرامونه وړاندې کړي، چې محصلین، کارکوونکي او د دې دیپارتمنت کادري غړي وکولای شي خپلو ټاکل شوو موخو ته ورسېږي.
دغه دیپارتمنت هڅه کوي چې خپل محصلین په نړیواله کچه د سیالۍ لپاره چمتو کړي او هغوی د دولتي ادارو، شرکتونو کې د کار ترلاسه کولو، د لوړو زدهکړو د دوام او یا هم په لوړو پوهنتونونو کې د شاملېدو لپاره اماده کړي.
د دې دیپارتمنت درسي پروګرام د معلوماتي سیستمونو له څانګې سره تړاو لري. د دې دیپارتمنت کریکولم محصلینو ته مناسب فرصتونه برابروي، څو د دې څانګې د بنسټیزو مفاهیمو عمومي پوهه، او همدارنګه تخصصي تیورۍ، عملي زدهکړې او اکاډمیک اصول د خپلې تعلیمي ودې لپاره زده کړي.
د معلوماتي سیستمونو د دیپارتمنت فعالیتونه (Activities)
د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت، د خپلو تعلیمي، څېړنیزو او پراختیایي موخو د پلي کېدو په لاره کې، په لاندې برخو کې بېلابېل او اغېزمن فعالیتونه ترسره کوي:
- تعلیمي فعالیتونه
- د لوړو زدهکړو وزارت د معیاري او نوې شوې نصاب سره سم د نظري او عملي مضامینو تدریس.
- د دې دیپارتمنت په لابراتوارونو کې د عملي کارونو ترسره کول.
- د محصلینو د عملي مهارتونو پیاوړتیا د پروګرامنویسۍ، ډېټابېس، وېب پاڼو او موبایل پروګرامونو په برخو کې.
- د نوې تدریسي طریقو پلي کول چې پر پروژو، د ستونزو پر حل او عملي زدهکړو ولاړې وي.
- څېړنیز او علمي فعالیتونه
- په هوښیار سیستمونو، مصنوعي ځیرکتیا، ماشین زدهکړې، او معلوماتي ساینس کې علمي څېړنې ترسره کول.
- د محصلینو هڅول ترڅو د لیسانس په کچه نوښتګر او څېړنیز پروژې ترسره کړي.
- د سمستري پروژو، عملي تمرینونو او فراغت تیزسونو علمي لارښوونه او څارنه.
- د استادانو ګډون په ملي او نړیوالو علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې.
- لابراتواري او عملي فعالیتونه
- لابراتوارونو ته تجهیز ورکول او ساتنه کول.
- د مختلفو مضامینو عملي تمرینونه په انفرادي او ډلهییزه ډول ترسره کول.
- د معلوماتي سیستمونو په برخه کې عملي پروژو پلي کول.
- د ظرفیت لوړولو فعالیتونه
- د محصلینو او استادانو لپاره د سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو جوړول.
- د ښوونیز او کادري غړو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول د تعلیمي او څېړنیزو پروګرامونو له لارې.
- د نرم مهارتونو پیاوړتیا لکه ډلهییز کار، د پروژې مدیریت او مسلکي اخلاق.
- له ټولنې سره د د همکارۍ او اړیکو فعالیتونه
- له دولتي او خصوصي بنسټونو سره د علمي او مسلکي اړیکو رامنځته کول.
- د معلوماتي او مدیریتي سیستمونو رامنځته کول.
- د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو له صنعتونو سره همکاري، د تعلیمي او تولیدي عملي تمرینونو (پرکتیکونو) د پلي کېدو په موخه.
- له فارغالتحصیلانو سره اغېزمنې اړیکې ټینګول، څو د هغوی تجربې او د کار بازار اړتیاوې انتقال شي.
- د نوښت او متشبثیت فعالیتونه
- د محصلینو هڅول چې خلاقانه او نوښتګرې پروژې طرحه او عملي کړي.
- د محصلینو د ټکنالوژیکو نظریو ملاتړ د سټارټاپونو او بومي تولیداتو په برخه کې.
- د علمي سیالیو او د پروژو د نندارتونونو لپاره د زمینې برابرول.
- اداري او تنظيمي فعالیتونه
- د لوړو زدهکړو وزارت د مقرراتو او پالیسۍ پلي کول.
- د علمي پرمختګونو او د کار بازار د اړتیاوو سره سم د درسي نصاب بیاکتنه او ښهوالی.
- د دیپارتمنت د اکاډمیک، لابراتواري او اسنادي چارو سم مدیریت.
اسانتیاوې (Facilities)
لابراتوارونه:
د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت څلور ټولګي او یو نسبتاً مجهز کمپیوټر لابراتوار لري، چې د تدریس، عملي کارونو او د ټولګي پروژو د تطبیق لپاره کارول کېږي.
د دې لپاره چې د محصلینو تعلیمي او عملي اړتیاوې پوره شي، په لابراتواري کمپیوټرونو کې لاندې سافټویرونه نصب شوي دي.
- سیستمعامل Windows
- Microsoft Office
- Visual Studio و Visual Studio Code
- Python
- Java (JDK)
- C / C++ Compiler
- SQL Server و MySQL
- مرورگرهای انترنت (Google Chrome و Mozilla Firefox)
کتابخانه :
دغه دیپارتمنت یوازې د پوهنځي په کچه یو عصري کتابخانه لري، چې په کې () کتابونه شتون لري او د یو وخت لپاره د ۴۰–۵۰ کسانو د ځای ظرفیت لري.
استادان او کارمندان (People)
استادان (Faculty)
د هر استاد په اړه مختصر معلومات :
پوهنیار محمد ضمیر احمدزی
لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کابل پوهنتون
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د میسور پوهنتون، هندوستان
بریښنالیک: mz.ahmadzai63@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0771515117
څېړنیزې برخې Machine Learning, Deep Learning, and Computer Vision:
پوهنیار محمد قسیم قیام
لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کابل پوهنتون
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کابل پوهنتون
بریښنالیک: qaseemqiam@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0780871387
. څېړنیزې برخې: Database, Data Mining, Machine Learning and data science
پوهنیار مطیع الله صدیقی
لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کابل پوهنتون
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د شیراز پوهنتون، ایران
بریښنالیک: sadiquees@gmail.com
د تماس شمېره: 0771798536
څېړنیزې برخې: Database, Data Mining, Machine Learning and data science
پوهنیار مجتبی سلطانی
لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د کندهار پوهنتون
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د تربیتدبیر شهید رجایي پوهنتون، تهران، ایران
بریښنالیک: Mujtaba.cs01@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0770702705
څېړنیزې برخې: Machine Learning, Deep Learning, Natural Language Processing, Information and Knowledge Management, Sentiment Analysis, Text Processing, Language Understanding
پوهنیار سید وسیع الله سادات:
لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، میوند پوهنتون، کابل، افغانستان
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، کالینګا پوهنتون، نوی رایپور، هند
بریښنالیک: sayed.wasiullah@kpu.edu.af
د تماس شمېره: +93773731765
څېړنیزې برخې: Computer Vision, Software Engineering, Data Mining and Data Warehousing
عرفان الله عظیمی:
لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د ننګرهار پوهنتون
ماستري دوره: د هزاره پوهنتون، مانسهره، پاکستان
بریښنالیک: Irfanullah.azimi@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0789891619
څېړنیزې برخې:AI, Machine Learning , NLP, Digital Image Processing
نامزد پوهنیار قدرت الله نورزاد
لیسانس دوره: د کمپیوټر او انفورماتیک انجینرۍ پوهنځي، د کابل پولیتخنیک پوهنتون، د معلوماتي ټکنالوژۍ دیپارتمنت
ماستري دوره:
بریښنالیک: qudratullah.noorzad@kpu.edu.af
د تماس شمېره: 0767653109
څېړنیزې برخې:: هوش مصنوعی، یاد گیری ماشین و دیتاساینس.
نامزد پوهنیار اقبال علی سلطانی
لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د هرات پوهنتون
ماستري دوره:
بریښنالیک: iqbal1369@gmail.com
د تماس شمېره: 0786493249
څېړنیزې برخې: Data Science and Software Engineering
نامزد پوهنیار لطف الله حق نثار
لیسانس دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د جین پوهنتون، بنګلور، هندوستان
ماستري دوره: د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د شاردا پوهنتون، هندوستان
بریښنالیک: Lutfullah.ha@gmail.com
د تماس شمېره: 0764347730
څېړنیزې برخې: : Artificial Intelligence and Machine Learning
کارمندان (Staff)
نوم او تخلص: احمد سهیم افضلي
دنده/عنوان: انجنیر لابرانت
بریښنالیک: saheem@kpu.edu.af