د کابل پولي تخنیک پوهنتون منسوبینو ته د "قرانکریم تفسیر او ژباړي" لړۍ پای ته ورسېده
د قرآن کریم د «تفسیر او ژباړې» درسونه چې د روژي مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون کارکوونکو ته تنظیم شوي وو، په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.
یاد درسونه د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د پوهنتون د کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه ترسره شوي و چې پکې د پوهنتون کارکوونکو او منسوبینو هره ورځ ګډون کاوه او د قرآن کریم د آیتونو د تفسیر او ژباړې له اړوندو موضوعاتو څخه یې ګټه واخیسته.
د یادونې وړ ده چې د دې پوهنتون د منسوبینو لپاره دیني او اصلاحي درسونه به د روژي مبارکې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته هم د ټاکل شوي تقسیم اوقات له مخې دوام ولري.
