په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د ( ذهني ویرې) تر عنوان لاندې سیمینار جوړ شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۲:۱۶
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته  د ( ذهني ویرې) تر عنوان لاندې سیمینار جوړ شو.

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو پّ تلاوت سره پیل شول.

دغه سیمینار د کابل پولی تخنیک پوهنتون محصلینو په ګډون د ویرې مختلفو ابعادو او د هغې سره د مقابلې لارې چارې وڅیړل شوې.


ښاغلي  ډاکټر ذبیح الله قاضي زاده، د کابل پولی تخنیک پوهنتون د محصلانو د چارو معاونیت  کلینیکي روانشناس ، خپله پریزینټیشن چې د ویرې او هغې د مختلفو اړخونو په اړه یې تیاره کړې وه، په تفصیل سره وړاندې کړه.


په دوام کې، محصلینو خپلې مختلفې پوښتنې مطرح کړې چې ښاغلي  قاضي زاده په دقت او جامعیت سره ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او قناعت بخښونکي توضیحات یې وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده  چې دا سیمینار د کابل  پولی تخنیک پوهنتون د محصلانو د خدماتو د همغږۍ آمریت له خوا ترسره شو .

سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu