په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

دا سیمینار د محصلینو د مهارتونو د لوړولو په موخه د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د کارونې په اړه جوړ شوی و، چې پکې د دې پوهنتون ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و

په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي حافظ انجنیر عنایت الله رحیمي د د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سی وی) لیکلو او پاورپاینټ پروګرام د کارونې او اهمیت په اړه خبرې وکړې او محصلینو ته یې وښودله چې د دې سیمینار درسونو ته باید ځانګړې توجه وکړي

همد راز  ښاغلي انجنیر حامد غزنوي د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سی وی) لیکلو او د پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د ښې او مؤثره کارونې په اړه په تفصیل سره خبري وکړې. نوموړي محصلینو ته د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سی وی) د جوړولو او مسلکي کولو اړوند مهم ټکي تشریح کړل او د پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د ښې کارونې په اړه یې پریزینټیشن له ګډونوالو سره شریک کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu