په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو لپاره د علمي پروګرامونو او چوکات جوړوني روزنیز سیمینار پای ته ورسید

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۱:۵۲
image

دغه سیمینار چي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د کابل پولي تخنیک پوهنتون په همکارۍ د یاد پوهنتون، کاردان خصوصي پوهنتون، خاتم النبیین خصوصي پوهنتون او کاتب خصوصي پوهنتون د رهبریو، استادانو او اداري کارمندانو لپاره جوړ شوی و، څلور ورځې يې دوام وکړ او نن ورځ پای ته ورسید.
په یاد سیمینار کې د کیفیت د تضمین سند د ساتلو، د یولس ګونو معیارونو د تطبیق او د تضمین کیفیت سند د ساتلو لپآره د اسنادو چمتو کولو په برخه کې دریو استادانو ښاغلي پوهنمل امین احمد زی، ښاغلي پوهنمل قدرت الله ځواک او ښاغلي تسنیم کاویان خپل پرزنټیشنونه وړاندې کړل.
دیادونې وړ ده چې د سیمینار په وروستۍ ورځ کې د پوهنتونونو رئیسانو، معاونینو، د پوهنځيو رئیسانو ، استادانو، اداري کارمندانو او تدریسي مدیرانو ګډون درلود چې په بشپړ بریالیتوب پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu