د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۳:۸
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ د مالي او اداري معاونیت په دفتر کې جوړه شوه، چې د اداري څانګو آمرینو په کې ګډون درلود.
ښاغلي حقانی په خپلو پیلیزو خبرو کې زیاته کړه ټول مسولین باید ورسپارل شوي مسولیتونه په پوره صداقت، مینه او ورورولۍ ترسره کړي، نوموړي وویل هماهنګي، د یو بل احترام او سلسله مراتب د دندو کامیابي تضمینوي.
په ياده شوې غونډه کې د اجنډا مطابق په لاندې موضوعاتو: د کارمندانو د حاضري، د حاضري او معاشونو راپور، د کارمندانو، کارکوونکو او خدمتي بستونو د تشکیل، د قراردادونو د نرخونو او د توکو د تدارکاتي طرزالعمل، د تیل تانګ جوړونې په اړه لازمي پریکړې او د نظرونو تبادله وشوه.
همدا رنګه په دې غونډه کې چې د ادارو د کاري بهیر د ښه والي په موخه جوړه شوې وه، د ورځنیو چارو د لا ښه تطبیق په موخه د اړوند آمریتونو د آمرینو نظرونه او وړاندیزونه پکې مطرح او وړاندې شول. په اخیر کې د مالي او اداري ښاغلي مولوی محمد یاسین حقاني ټولو آمرینو ته د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo
Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu