ښاغلی انجنیر سید جلال احساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ دآمرپه توګه معرفي شو.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۰:۷
ښاغلی انجنیر سید جلال احساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ دآمرپه توګه معرفي شو.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.



په لومړي سر کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال عزل او تقرر د یوې ادارې اصل او اساس وباله او دا یې د اداري پرمختګ یو راز یاد کړ.
نوموړي د نوي امر انجنیر سید جلال احساس تاګنه د دې آمریت لپاره یو غوره ګام وباله او له نوموړي سره یې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

ورپسې د دغه پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي خبرې وکړې او د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې له فعالیتونو او خدمتونو څخه مننه و کړه او د دغې آمریت نوي آمرته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

همدارنګه ښاغلي انجنیر سید جلال احساس د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ او د کابل پولی تخنیک پوهنتون له مشر تابه څخه مننه وکړه چې په نوموړي یې باور کړی او یاد مسولیت یې ورته سپارلی نوموړي ژمنه وکړه چې، ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت سره پر مخ وړي.
محترم انجنیر سید جلال  احساس به حیث آمر تکنالوجی معلوماتی  (IT) پوهنتون پولی تخنیک کابل معرفی گردیدمحترم انجنیر سید جلال  احساس به حیث آمر تکنالوجی معلوماتی  (IT) پوهنتون پولی تخنیک کابل معرفی گردیدمحترم انجنیر سید جلال  احساس به حیث آمر تکنالوجی معلوماتی  (IT) پوهنتون پولی تخنیک کابل معرفی گردید

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu