په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مونوګراف، تېزس او علمي راپور لیکنې په اړه سیمینار جوړ شو

kpu_admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۹ - ۲:۳۷
Image

سیمینار د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
دغه سیمینار چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو ته د مونوګراف لیکلو، مقالو لیکلواو علمي راپورونو په لیکلو کې د لارښوونې په موخه جوړ شوی و په کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رئيسانو او استادانو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د دې سیمینار جوړول د مونوګرافونو، مقالو او علمي راپورونو د لیکلو لپاره مهم او ارزښتناک ګام یاد کړ.
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تالیف او ژباړې ریاست لخوا چمتو شوې فارمت د تفصیلي پریزنټیشن په ترڅ کې ارایه شو، چې تر څنګ یې د استادانو نظرونه او وړاندیزونه هم په کې شامل وو.
سیمینار د وړاندیزونو، نظریاتو په وړاندې کولو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu