د کابل پولی تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړی استازی ښاغلی انجنیر زیارمل خطاب د نوموړي پوهنتون کارکونکو ته ور و پیژندل شو:

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۱۶ - ۱۰:۱۳
د کابل پولی تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړی استازی ښاغلی انجنیر زیارمل خطاب د نوموړي پوهنتون کارکونکو ته ور و پیژندل شو:

د کابل پولی تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړی استازی ښاغلی انجنیر زیارمل خطاب د یوې عونډې په ترځ کې د نوموړي پوهنتون کارکونکو ته ور و پیژندل شو.
په دې غونډه کې د کابل پولی تخینک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلۑ پوهنوال ډیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، علمی مرستیال ښاغلۑ پوهنوال ډیپلوم انجنیر محمدنسیم نسیمی، مالۑ او ادارۑ مرستیال ښاغلۑ خواجه محمدانور نوري د پوهنځیو رئیسانو، استاذانو، کارکونکو او د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمیسیون یوشمیر غړو ګډون کړی وو

معرفی محترم انجنیر زیارمل خطاب بحیث نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی  به پوهنتون پولی تخنیک کابل

غونډه د کلام الله مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. لومړی د کابل پولی‌تخینک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلۑ پوهنوال ډیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو حاضرینو او د لوړو زده‌کړو وزارت ځانګړي استازي ته ښه راغلاست وویل او ښاغلی انجنیر زیارمل خطاب یې حاضرینو ته ور وپیژانده او نوموړي ته یې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون په علمي او اداري چارو کې د همغږۍ او همکارۍ د بریا هیله وکړه.

معرفی محترم انجنیر زیارمل خطاب بحیث نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی  به پوهنتون پولی تخنیک کابل

وروسته ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب د افغانستان ټول ولس ته د اسلامي امارت د بریا مبارکي وویله او د اسلامی امارت په ځانګړتیاوی یې د نظم او امنیت ساتلو، د دفترونو د تجهیزاتو ساتلو، د مادي او معنوي شتمنیو ساتلو په برخه کې د غونډې ګډونوالو ته لنډ مالومات ورکړل او د لوړو زده کړو وزارت برنامې یې تشریح ګړې.

معرفی محترم انجنیر زیارمل خطاب بحیث نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی  به پوهنتون پولی تخنیک کابل

ښاغلي خطاب د نړۍ له معتبرو هیوادونو نه د ماسټرۍ او دوکتورا د بورسونو ترلاسه کولو، ساینسي څیړنو ته پاملرنه، د زدهکړیالانو لپاره د خوندي محیط رامنځ ته کولو، د استاذانو دظرفیت لوړولو د زدهکړیالانو د روزنې لپاره بهرني استادانو ته د بلنی ورکولو، د تعلیمی نصاب نوي کولو او نوښت، د تحصیلي سیسټم معیاري کولو، له بهرنیو هیوادونو څخه د ساینسي او علمي مرستو راجلبولو، د اسلامي امارت د مجاهدینو او د شهیدانو د ورثې لپاره دتعلیمي او تحصیلي چاپیریال رامنځ ته کولو په اړه هم د غونډې ګډونوالو ته خبری وکړې.

معرفی محترم انجنیر زیارمل خطاب بحیث نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی  به پوهنتون پولی تخنیک کابل

یاده غونډه د لوړو زده کړو د کمیسیون غړی ښاغلي داکتر عبدالمتین مزمل د دعا یی په لوستلو سره پای ته ورسېده

معرفی محترم انجنیر زیارمل خطاب بحیث نماینده فوق العاده وزارت تحصیلات عالی  به پوهنتون پولی تخنیک کابل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل عربی ژبی ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل ښوونیز مرکز ترمنځ د علمي او ښوونیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ تفاهم‌ لیک د دواړو بنسټونو د مشرتابه په حضور کې لاسلیک شو.

دغه تفاهم ‌لیک د. . .

BACK TO NEWS

User account menu