د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو د منابعو اوچاپیریال انجینرۍ پوهنځي سرپرست رئیس معرفي شو. 24/9/1444

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۴:۳۵
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو د منابعو اوچاپیریال انجینرۍ پوهنځي سرپرست رئیس معرفي شو. 24/9/1444

 

ښاغلی پوهنیار محمد حامد عمر د اوبو د منابعو او چاپیریال انجینرۍ پوهنځي د رئیس په توګه معرفي شو.

د معرفت غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال ډیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود.

ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ښاغلي پوهنیار محمد حامد عمر ټاکل یو غوره اقدام وبلی او هیله یې څرګنده کړه چې د پوهنځۍ ورسپارل شوې چارې به په پوره دقت او لیوالتیا سره پرمخ وړي نوموړي ښاغلي عمر  ته د لا بریالیتوب هیله وکړه..

ورپسې ښاغلي پوهنیار محمد حامد عمر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه له باور او ښه نظر څخه مننه او قدردانی وکړ او ژمنه یې وکړه چې خپله دنده به په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کوي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پاي ته ورسیده.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو د منابعو اوچاپیریال انجینرۍ پوهنځي سرپرست رئیس معرفي شو. 24/9/1444د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو د منابعو اوچاپیریال انجینرۍ پوهنځي سرپرست رئیس معرفي شو. 24/9/1444

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu