د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استوګنیزو اپارتمانونو د ویش کمیسیون غونډه تر سره شوه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۲:۳۹
photo

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، د پوهنځيو رئیسانو او د یادې کمېټې غړو ګډون درلود.
لومړی د مالي او اداري چارو مرستیال او د استوګنیزو اپارتمانونو د وېش کمېسیون رئیس مولوي محمد یاسین حقاني د استوګنې د اپارتمانونو د وېش کمېسیون غړو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د دې کمېسيون د لایحه وظایفو، اصولو، قوانینو او فعالیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د حفظ او مراقبت آمر انجنیر اسدالله عمر د یاد شوي اپارتمانونو د تعداد، تقسیم بندي او اړوند موضوعاتو د څرنګوالي په اړه یاد کمیسیون ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام کې د اپارتمانونو د ویش د قانوني کړنلارې د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او د ښاغلي  مولوي محمد یاسین حقاني له خوا اړوند مسؤلینو ته لازمې مشورې او هدایات ورکړل شول.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu