د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو لیکل شوي بیلابیل کتابونه چاپ شول

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۹:۲۴
image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت د وړاندیز پر بنسټ د دې پوهنتون د استادانو لخوا لیکل شوي او ژباړل شوي ۵ عنوانونه کتابونه د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست په مطبعه کې چاپ شول.
یاد اثار چې د (( برقی آپاراتونه لیکوال یې اسدالله امین زی، تکیو مترالکترونیک لیکوال یې پوهاند محمد انور سراج، استراتونومی جیودیزیکی لیکوال یې پوهاند نیاز محمد یعقوبي اساسات فزیک میخانیک لیکوال پوهاند محمد داود احمد زی او عناصر مهندسی تعمیرات 1-2- 3 لیکوال استاد صالح محمد یاري)) له خوا لیکل شوي د چاپ چاري یې بشپړ شوې.
دیادونې وړ ده، چې هر عنوان کتاب په سلو ټوکو کې چاپ شوي او د استفادې لپاره د یاد پوهنتون په عامه کتابتون کې ځای پر ځای شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu