د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د کابل پولي تخنیک پوهنتون له محصلینو سره د دیني او اصلاحي درسونو د پیل په اړه وکتل

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۹:۱۲
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شول.

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شا کرالله وحدت، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ، د پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، آمرینو، او محصلینو ګډون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ته د ښه راغلاست وینا وکړه .

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب د محصلینو لپاره د عقیدتي او اصلاحي درسونو د اهمیت او اړتیا په اړه خپله وینا پیل کړه او د اسلامي عقیدې ، الهي حدودو، دیني احکامو، په اسلامي علومو پوهېدل او په اسلامي ټولنه کې د هغو پلي کېدل او همدارنګه د عبادتونو د احکامو اطاعت، نیتونه، اعمال، مکافات او مجازات په اسلام کې، اخلاق، تواضع, په خدای توکل او له تکبر، غرور څخه ځان ساتل د ځوان مسلمان له مکلفیتونو څخه وبلل او د دیني درسونو زده کړې یې د ټولنې او فردي اخلاقو د اصلاح لپاره مهم او ارزښتناک وګنل او په یادو موضوعاتو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

په اخیر کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شاکر الله وحدت د دغه پوهنتون له محصلینو سره د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ د ناستې موخه په دغه پوهنتون کې د عقیدتي او اصلاحي درسونو پیل یاد کړ ، او ګډونوالو ته د یادو درسونو د محتوا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او زده کړیالان یې وهڅول چې یادو درسونه ته په پوره علاقه حاضري ورکړي.

د یادونه وړ ده چې یاد درسونه به د جید علما کرامو او شیوخو لخوا په افتخاري ډول پرمخ وړل کیږي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

 

Photo

Photo

Photo

Photo

Photo

Photo

Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu