جلسه مشورتی معاون مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل با کمیته های مربوطه دایر گردید

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۲:۴۸
photo

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د دغه پوهنتون د مالي، تدارکاتي، فرهنګي او د شکایتونو د اوریدلو کمېټو سره وکتل او پر اړوند موضوعاتو یې بحث وکړ.
ښاغلي حقاني حاضرینو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د غونډې د اجنډا په اړه خبرې وکړې چې په کې د یادو کمېټو کاري کلني پلانونه، طرزالعملونه او د دندو لایحه جوړول او د کمیټو لپاره د نوی تشکیل شامل و، بحث او نظرونه تبادله کړل.
ورپسې د کمېټو یو شمېر غړو د یادو کمېټو د كاري بهير د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې كړل او پرېکړه وشوه، چې یاد موارد به د یوې اوونۍ په جریان کې بشپړ کیږي او رهبري شوری ته به د تائید لپاره وړاندې کیږي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل عربی ژبی ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل ښوونیز مرکز ترمنځ د علمي او ښوونیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ تفاهم‌ لیک د دواړو بنسټونو د مشرتابه په حضور کې لاسلیک شو.

دغه تفاهم ‌لیک د. . .

BACK TO NEWS

User account menu