د کابل پولي تخنیک پوهنتون لخوا د انکشاف ملي شرکت ته ۸۲ تنه له زده کړو فارغ انجینران د عملي کار په موخه معرفي شول.

kpu_admin
Sat, Apr 05 2025 8:30 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون لخوا د انکشاف ملي شرکت ته ۸۲ تنه له زده کړو فارغ انجینران د عملي کار په موخه معرفي شول.

په یاده معرفت غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبري غړو، محصلینو او فارغ انجینرانو ګدون درلود.

په لومړي سرکې د محصلانو چارو معاون مرستیال حافظ انجینر عنایت الله رحیمي برخوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته يې کړه چې پولي تخنیک پوهنتون هر وخت دې ته ژمن دی چې ټولو محصلینو او فارغ انجینرانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.

نوموړي له ټولو انجینرانو غوښتنه وکړه، چې کله هم یوې ادارې ته معرفي کیږی، نو له هر څه وړاندې د خپل پوهنتون نوم روښانه وساتئ ځکه دوی د همدې پوهنتون نمایندګې کوي او دا مهمه ده تر څو د خپلو فعالیتونو ترڅنګ د یاد پوهنتون اهداف هم په نظر کې ونیسي.

وروپسې د محصلانو د انسجام او همغږۍ آمر سید عین الله هاشمي فارغ انجینرانو ته د برنامي په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې یاده برنامه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت او د انکشاف ملي شرکت په همغږۍ جوړه شوې وه.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu