په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27

kpu_admin
Mon, Aug 21 2023 9:35 AM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27


یاد مراسم د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د امتحاناتو ملي ادارې غړو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هئیت او استادانو حضور درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي  رئیس ښاغلي پوهنوال  دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال  د ښه راغلاست وینا تر څنګ، په دغه ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د شفافیت ډاډ ورکړ.
نوموړي د امتحاناتو ملي ادارې سره په دغه ازموینه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ورسره څنګ کې یې په ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
همدا رنګه ښاغلي پوهاند عبدالشکور داور د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کانکور آزموینې حوزوي مسؤل د کانکور آزمویني د څرنګوالي په اړه استادانو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

د یادونې وړ ده چې د ازموینو د ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي شیخ رحیم الله حقاني او د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي د ازموینې له جریان څخه څارنه او لیدنه وکړه.

په اخیر کې ازموینه د دعایې په ویلو سره پیل شوه.

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د 1402 کال کانکور عمومي ازموینه د امتحاناتو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا په ګډه واخیستل شوه. 1445/2/1---1402/5/27

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS