د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

kpu_admin
Tue, Jun 30 2026 9:37 AM
د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو، پوهنځيو او نورو علمي او اداري برخو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د ياد هوکړه ليک لاسليک د علمي همکاريو د پراختيا په ځانګړي ډول د انجنيرۍ په برخه کې يو مهم او ارزښتناک ګام وباله او ويې ويل چې دغه هوکړه ليک به د دواړو پوهنتونونو د استادانو او محصلانو ترمنځ د علمي تجربو د تبادلې لپاره اغېزمنه زمينه برابره کړي.

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس همدارنګه د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د نوې تأسيس شوې علمي ادارې په توګه يادونه وکړه او د انجنيرۍ په بېلابېلو برخو کې يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي هيله څرګنده کړه چې هغه بهرني استادان چې افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ته د تدريس او علمي همکارۍ لپاره بلل کېږي، خپلې علمي او مسلکي تجربې دې د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون له استادانو او محصلانو سره هم شريکې کړي، ترڅو په دواړو علمي نهادونو کې د علمي ودې او مسلکي ظرفيتونو د لوړولو زمينه لا نوره هم پياوړې شي.

همدارنګه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال دکتور عبدالواحد لياقت د دغه پوهنتون د موخو، علمي پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د دې هوکړه ليک لاسليک د علمي همکاريو د پراختيا او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د انجنيرۍ په برخه کې د علمي تجربو او تخصصي پوهې د تبادلې لپاره يو مهم او ارزښتناک ګام وباله او د علمي، څېړنيزو او ښوونیزو برخو کې يې د ګډو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

په پای کې د دواړو پوهنتونونو رهبرۍ د دغه هوکړه ليک د مادو د پلي کولو په اړه پر خپلې ژمنې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د ګډو همکاريو، د علمي تجربو د تبادلې او د شته ظرفيتونو د اغېزمنې ګټې اخيستنې له لارې به د انجنيرۍ په برخه کې د لوړو زده کړو، علمي څېړنو او نوښت د پرمختګ، پراختيا او ودې لپاره هر اړخيزې او دوامدارې همکارۍ ترسره کوي.

غونډه د هوکړه ‌ليک په لاسليک او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu