د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

kpu_admin
Thu, Apr 23 2026 10:05 AM
۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶. د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ. د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاءالرحمن مشک ‌عالم ‌زوی د کنفرانس د محتوا په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او له هغو استادانو څخه یې مننه او قدرداني وکړه چې د خپلو علمي څېړنو له ترسره کولو وروسته یې مقالې د دې کنفرانس د وړاندې کولو لپاره چمتو کړې دي.  نوموړي د علمي کنفرانسونو جوړول مهم او ارزښتناک وبلل او دا یې د علمي څېړنو د بهیر د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګام وبا

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاءالرحمن مشک ‌عالم ‌زوی د کنفرانس د محتوا په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او له هغو استادانو څخه یې مننه او قدرداني وکړه چې د خپلو علمي څېړنو له ترسره کولو وروسته یې مقالې د دې کنفرانس د وړاندې کولو لپاره چمتو کړې دي.

نوموړي د علمي کنفرانسونو جوړول مهم او ارزښتناک وبلل او دا یې د علمي څېړنو د بهیر د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګام وباله او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

همدارنګه د محصلانو چارو مرستیال انجنیر مفتاح‌ الدین عزام څېړنه د علمي او اکاډمیکو چارو د پرمختګ بنسټ وباله او د علمي کنفرانسونو جوړول یې د پوهنتون د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره مهم او ارزښتناک وبلل نوموړي له استادانو وغوښتل چې د څېړنې فرهنګ عام کړي او د داسې کنفرانسونو له لارې محصلان هم څېړنې او نوښت ته وهڅوی.

د یادونې وړ ده چې دا کنفرانس د څېړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د کابل پولی تخنیک پوهنتون د شپېتو کلونو علمي او اکاډمیکو خدمتونو د نمانځنې په مناسبت ترسره شوی، چې په ۸ بېلابېلو برخو کې تنظیم شوی او په ټولیز ډول به د دې پوهنتون د استادانو له لوري ۵۳ علمي مقالې پکې وړاندې شي.

د پرانیستې مراسم د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېدل او کنفرانس په رسمي توګه پیل شو.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu