په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس ته د اماده ګۍ په موخه د لوړو زده کړو وزارت او د مرکزي پوهنتونونو د نشراتو له مسؤلینو سره غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Tue, Feb 18 2025 9:23 AM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس ته د اماده ګۍ په موخه د لوړو زده کړو وزارت او د مرکزي پوهنتونونو د نشراتو له مسؤلینو سره غونډه ترسره شوه.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، عامه پوهاوي او نشراتو رئیس حافظ انجنیر روح ‌الله روحاني د نشراتو پر اهمیت، د اطلاع رسونې پر اغېز او د علمي کنفرانسونو پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي د نشراتي کمېټې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کنفرانس رسنیز پوښښ باید هر اړخیز، دقیق او اغېزناک وي.

ورپسې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي امر ارسلا حسان د کنفرانس د نشراتي برخې د ترسره شویو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

نوموړي د نشراتو کمیټې د عمده فعالیتونو لکه د نشراتي موادو اماده کول، د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې د بیلبوردونو نصبول، د بروشورونو توزیع او په بنرونو کې د اوبو نړیوال کنفرانس اړوند چاپېدونکو شعارونو یادونه وکړه.

ښاغلي حسان یاد کنفرانس نه یوازې د کابل پولي تخنیک پوهنتون بلکې د لوړو زده کړو وزارت او ټول افغانستان یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د لوړو زده کړو وزارت او مرکزي پوهنتونونو څخه یې د لا زیاتې همکارئ غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث وشو، چې مهم ټکي یې د مرکزي پوهنتونونو له لوري د نشراتي همکارۍ پیاوړتیا، د ټولنیزو شبکو د سپانسر یا تمویل اړتیا، په ملي او نړیوالو رسنیو کې د کنفرانس پراخ انعکاس، له رسنیو سره پر وخت همغږي، د انټرنیټي امکاناتو اماده کول او د نشراتي کمېټې اړوند فرعي کمېټو ایجاد و.

په اخیر کې د مرکزي پوهنتونو د نشراتو امرینو او د غونډې برخوالو د نشراتي فعالیتونو د لا تقویې په اړه نظرونه وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې په دې برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.

غونډه د دعایې په ویلو پاي ته ورسید.

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu