د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق، د معیار او کیفیت ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج مولوي محمد آصف قانت، ، د دې ادارې د یو شمېر رئیسانو او د اړوندو برخو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

د هوکړه‌ لیک د لاسلیکولو اساسي موخه د دواړو نهادونو ترمنځ د علمي تجربو او څېړنیزو موندنو شریکول، د ګډو څېړنیزو او علمي فعالیتونو ترسره کول او د متقابلې همکارۍ لا پیاوړي کول دي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس محترم مولوي محمد موسی فاروق د موضوع اړوند هراړخیزه وینا د غونډې ګډونوالو ته واوروله او د دا ډول همکاریو پر اهمیت یې رڼا واچوله.

ښاغلي فاروق د ملک په کچه د پولي تخنیک پوهنتون رسالت تر ټولو مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې په تخنیک او اړوندو برخو کې به کابل پولي تخنیک پوهنتون هڅه کوي د ټولنې ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي.

همدارنګه د معیار او کیفیت ادارې د تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج مولوي محمد آصف قانت د غونډې د ښه راغلاست وینا تر څنګ زیاته کړه: «موږ نن ډېر خوښ یوو چې د څېړنیزو همکاریو په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کوو او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کوو.»

د غونډې په وروستیو کې، د دواړو لوریو ترمنځ په رسمي ډول د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو او غونډه د خیر په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده. 

د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معیار او کیفیت ادارې تر څنګ د ګڼ شمېر نورو دولتي او خصوصي ادارو سره د ورته هوکړه لیکونه لري چې موخه یې د  نهادونو ترمنځ علمي تجربې تبادله کول او د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړې کول دي.

شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د میزان ۴مه
د ۲۰۲۶ میلادي کال د سپټمبر له ۲۶مې سره برابره ده
او د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع‌الآخر له ۱۵مې سره سمون لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

سیمینار یک‌ روزه آموزشی تشریح پلان پنج ساله استراتیژیک در پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل برگزار گردید

این سیمینار که به‌ منظور چگونگی تطبیق پلان استراتیژیک پنج‌ ساله و ترتیب پلان ‌های کاری بخش ‌ها مطابق اهداف، اولویت ‌ها و رهنمود های تعیین ‌شده برگزار گردید در آن کارمندان بخش های اداری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

فراهم‌ سازی فرصت‌ های نوین آموزشی برای جامعهٔ علمی پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل

پوهنتون پولی تخنیک کابل، در راستای ارتقای ظرفیت علمی، مسلکی و توسعهٔ مهارت های تخصصی محصلان، استادان و کارمندان خویش، با شماری از مراکز آموزشی تفاهم نامه‌ های همکاری به امضا رسانیده است. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

سیمینار یک روزه آگاهی دهی در مورد مراقبت و استفادهٔ مناسب از تجهیزات تکنالوژی معلوماتی در پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل برگزار گردید

این سیمینار که به منظور مراقبت و استفاده مناسب از تجهیزات تکنالوژی معلوماتی برگزار گردید در آن منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل اشتراک نموده بودند.

در آغاز سیمینار محترم انجنیر رحمن. . .

BACK TO NEWS

User account menu