په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ۱۴۰۱ کال د امتحاناتو ملي ادارې له خوا د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۲:۴۳
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې  د ۱۴۰۱ کال د امتحاناتو ملي ادارې له خوا د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه.

غونډه د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت رهبري هئیت، د امتحاناتو ملي ادارې غړو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هئیت او استادانو هم حضور درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس محترم دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال  د ښه راغلاست تر څنګ په دغه ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د شفافیت ډاډ ورکړ.

نوموړي د امتحاناتو ملي اداري او د وزارت رهبري هئیت سره په دغه ازموینه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او ورسره څنګ کې یې په ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د بریالیتوب هیله وکړه.

همدا راز د امتحاناتو ملي ادارې غړي پوهاند عبدالاحد مسلم په خپلو خبرو کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون  رهبري څخه د دوی د هر اړخیزې همکاري له امله مننه وکړه.

ښاغلي مسلم د کانکور ازموينې د اخيستلو د طرزالعمل په اړه هر اړخيز معلومات استادانو او د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

دیادولو وړ ده چې سږ کال په کانکور ازموینه کې د کاندیدانو د جذب شمیر د تیر کال په پرتله دوه برابره  ډیر دی.

په اخیر کې ازموینه د دعایې په ویلو سره پیل شوه.

 

د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې  د ۱۴۰۱ کال د امتحاناتو ملي ادارې له خوا د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې  د ۱۴۰۱ کال د امتحاناتو ملي ادارې له خوا د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې  د ۱۴۰۱ کال د امتحاناتو ملي ادارې له خوا د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې  د ۱۴۰۱ کال د امتحاناتو ملي ادارې له خوا د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۵
Background image

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل و پوهنتون اسلامی بین ‌المللی افغان به امضا رسید

در نشستی که به این مناسبت برگزار گردیده بود مولوی محمد موسی فاروق رئیس عمومی پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل در مورد تاریخچه، جایگاه علمی، رنگینگ جهانی، لابراتوارها، پوهنځی‌ ها و سایر بخش‌ های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

ورکشاپ آموزشی یک ‌روزه درمورد استفاده و تطبیق سیستم الکترونیکی وارده و صادره در پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل برگزار گردید

به منظور ارتقای ظرفیت کارمندان، آشنایی با استفاده و تطبیق سیستم جدید وارده و صادره ورکشاپ آموزشی یک ‌روزه درمورد استفاده و تطبیق سیستم الکترونیکی وارده و صادره با حضور معاون امور مالی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۳۳
Background image

کتاب درسی تحت عنوان " جیوفزیک اکتشافی " به چاپ رسید

کتاب درسی تحت عنوان جیوفزیک اکتشافی تألیف پوهاند عبدالرشید اقبال استاد دیپارتمنت انجنیری معادن و نفت گاز پوهنځی جیولوجی و معادن  پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل به عنوان یک منبع آموزشی ارزشمند. . .

BACK TO NEWS

User account menu