د ‎کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د ‎فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ ‎مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۱۲
د ‎کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د ‎فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ ‎مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش

۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش

یاد مراسم د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

د مراسمو په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزش آمر احمد فايق ضيايي د یادو سیالیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي ضیایي زیاته کړه چې، د دغه پوهنتون د فوټسال سياليو په دولسم پړاو کې له اتو پوهنځيو څخه لسو لوبډلو برخه اخيستې او ټاکل شوې چې دغه سيالۍ شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئيس پوهنوال دیپلوم انجينر عبدالرشيد اقبال د دغو سياليو له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال دوه نورې لوبډلې د فوټسال په جدول کې شاملې شوې دي، چې دا له ورزش سره د ځوانانو لېوالتيا ښيي.

هغه همداراز ورزشکاران د ورزشي اخلاقو مراعات کولو ته وهڅول او ویې ویل، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون به د ورزش د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې له هغه څه ډډه ونکړي، چې د دوی په وس او توان کې وي.

همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ویس الدین بریالي هم د ځوانانو په شخصي او ټولنیز ژوند کې د سپورت په ګټو او پر بدن او ذهن یې د اغیزو په اړه خبرې وکړې.

په یادو مراسو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ آمر قاضي کلیم الله محمدي د سپورت په اړه د اسلام د سپیڅلي دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي دغه راز وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت د ورزشکارانو د وړانديزونو پر بنسټ د ورزشي وسايلو ٢١ ډوله توکي چمتو کړي، چې ډېر ژر به د هېواد د پوهنتونونو د ورزش آمریتونو ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال په دې سياليو کې اته لوبډلو ګډون کړى و، چې په يوولسم پړاو کې لومړى مقام د جيولوژي او کانونو پوهنځي لوبډلې ګټلى و.

د ‎کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د ‎فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ ‎مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش یاد مراسم د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول. د مراسمو په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزش آمر احمد فايق ضيايي د یادو سیالیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ښاغلي ضیایي زیاته کړه چې، د دغه پوهنتون د فوټسال سياليو په دولسم پړاو کې له اتو پوهنځيو څخه لسو لوبډلو برخه اخيستې او ټاکل شوې چې دغه سيالۍ شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي. ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئيس پوهنوال دیپلوم انجينر عبدالرشيد اقبال د دغو سياليو له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال دوه نورې لوبډلې د فوټسال په جدول کې شاملې شوې دي، چې دا له ورزش سره د ځوانانو لېوالتيا ښيي.  هغه همداراز ورزشکاران د ورزشي اخلاقو مراعات کولو ته وهڅول او ویې ویل، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون به د ورزش د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې له هغه څه ډډه ونکړي، چې د دوی په وس او توان کې وي. همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ویس الدین بریالي هم د ځوانانو په شخصي او ټولنیز ژوند کې د سپورت په ګټو او پر بدن او ذهن یې د اغیزو په اړه خبرې وکړې. په یادو مراسو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ آمر قاضي کلیم الله محمدي د سپورت په اړه د اسلام د سپیڅلي دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.  نوموړي دغه راز وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت د ورزشکارانو د وړانديزونو پر بنسټ د ورزشي وسايلو ٢١ ډوله توکي چمتو کړي، چې ډېر ژر به د هېواد د پوهنتونونو د ورزش آمریتونو ته وسپارل شي. د يادونې وړ ده، چې تېر کال په دې سياليو کې اته لوبډلو ګډون کړى و، چې په يوولسم پړاو کې لومړى مقام د جيولوژي او کانونو پوهنځي لوبډلې ګټلى و.د ‎کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د ‎فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ ‎مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش​    ​​    ​د ‎کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د ‎فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ ‎مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

دور نخست امتحان برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات اخذ گردید

دور نخست امتحان ورودی برنامه‌ های ماستری پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل از سوی اداره ملی امتحانات، در فضای شفاف، منظم و با رعایت کامل اصول و طرزالعمل ‌های امتحانی اخذ شد.

در این مرحله، از. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۱
Background image

کتاب درسی تحت عنوان " فزیک ۱ " به چاپ رسید

کتاب درسی تحت عنوان  " فزیک ۱ " تألیف پوهاند محمد داود احمدزی استاد دیپارتمنت فزیک پوهنځی الکترومیخانیک پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل  به‌ عنوان یکی از منابع تحصیلی معتبر در بخش فزیک به چاپ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۵
Background image

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل و پوهنتون اسلامی بین ‌المللی افغان به امضا رسید

در نشستی که به این مناسبت برگزار گردیده بود مولوی محمد موسی فاروق رئیس عمومی پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل در مورد تاریخچه، جایگاه علمی، رنگینگ جهانی، لابراتوارها، پوهنځی‌ ها و سایر بخش‌ های. . .

BACK TO NEWS

User account menu