د کابل پولی تخنیک پوهنتون علمی مرستیال پیژندنه :

د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمی مرستیال پوهنوال دیپلوم انجینر عبدالاحد خالقي د پروان ولایت اړونده یوه روڼ اندې کورنۍ کې په کال 1342/11/6 نیټه زیږیدلی.

او د همدی ولایت د نعمان د لیسې څخه د فراغت روسته د کانکور د ازموینې د لارې پولیتخنیک پوهنتون ته په کال 1359 کې بریالی شو.

د لیسانس او ماسټرۍ سند یی په کال 1366 کې د اوکراین د جمهوری دولت څخه د ترلاسه کړو.

په کال 1368 کې په کادر علمی کې د قانوني مراحلو د طی کولو روسته د اټو میخانیک د انجینرۍ په ډیپارټمنټ کې د استاد په صفت تر اوسه دنده ترسره کوي.

نورې دندې د تدریس ترڅنګ :

1388    د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په حیث.

1383    د پروان ولایت البیرونی پوهنتون د رییس په حیث .

1382    د لوړو زده کړو وزارت د کانکور رییس په حیث .

1381    د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالی او اداری مرستیال په حیث.

1376    د بلخ ولایت پوهنتون کې د انجینرۍ پوهنڅي د رئیس په حیث.

1371    د بلخ ولایت پوهنتون د انجینرۍ پوهنڅي د مرستیال په حیث.

1369    د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ټرانسپورټ د مدیر په حیث.