د فزیک څانګه:
د فزیک څانګه د پولیتخنیک پوهنتون د فعالیدو په پیل کي په کال ۱۳۴۶ لمریز کی تاسیس شوي ده، او د پولي تخنیک پوهنتون یوه له پخوانیو څانګو څخه شمېرل کیږي، دا څانګه د پوهنتون په ټولو پوهنځیو کي د عمومي فزیک د تدریس دنده په غاړه لري. په پیل کې د عمومي فزیک مضمون په دي څانګه کي د داخلي او خارجي استادانو له خوا تدریس کیده. پوهاند ډاکتر عبدالعظیم ضیایی او پوهاند ډاکترغلام صدیق محبي لومړني داخلي استادان وو چي دفزیک د مضمون د تدریس په موخه یی په دي څانګه کي په تدریس پیل وکړ. په یادو استادانو سربیره یو شمېر افغاني اسیستانت استادانو لکه انجنیر محمدالدین، انجنیر بسم الله نزهت او انجنیر ګلداد خان هم په دي څانګه کي په کار پیل وکړ. څو کاله وروسته دیپلوم انجنیر لطیفي اعتمادي او ډاکتر محمد انور سلطان چي تحصیل یی په پخواني شوروي اتحاد کي پای ته رسولی وو په دي څانګه کي د اسیستانت په ډول کار پیل کړ. ډیره موده نه وه تیره شوي چی انجنير محمد اسماعیل دانش په دي څانګه کي کار پیل کړ. د ۱۳۴۹ لمریز کال د زمري د میاشتي په پای کي پوهنیار نثاراحمد نثار او د همدي کال د وږي په میاشت کي پوهنیار محمد انور شمس له لومړنیو کسانو څخه وو چي په دي پوهنتون کې د استادي په موخه د تحصیل لپاره پخواني شوروی اتحاد هیواد ته واستول شول او وروسته له فارغیدو وطن ته را ستانه شول او په دي څانګه کي د اسیستانت په توګه مقرر شول. وروسته په کال ۱۳۵۱ لمریز کي ډاکتر محمد رسول عمر ډاکتر غلام رسول رسولي د تحصیل څخه وروسته او ورپسي پوهندوی ډاکتر فقیر محمد یعقوبي او انجنیر محمد قاسم جمدر په پوليتخنیک کي مقرر شول. په ذکر شویو استادانو سربیره پوهنیار عبدالرحیم رحیمي، پوهنیار شاه زلمی صلح دوست، پوهنیار رحیم جان، پوهنیار جمعه خان، پوهنمل عبدالجمیل سلیم، پوهندوی ډاکتر سید عبدالستار خلوتي، پوهنمل رقیه انصار، پوهنیار مسعود  هم په دي څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کړي.
دا څانګه مخکي د علمي کادر له پلوه د پولي تخنیک پوهنتون یو له غښتلو څانګو څخه وو او له د علمي کارونو په برخه کې د لوړ مقام درلود. په دي څانګه کي په درسي کتابونو، درسي موادو او لابراتواري کتابونو سربیره سلوګونه مقالي او علمي رسالي چاپ شوي دي او په بین المللي مجلو کي هم چاپ شوي او د پولي تخنیک پوهنتون د کتابخاني طاقچي ددي څانګي د استادانو لخوا د چاپ شویو کتابونو په خاطر ښایسته وي
د ویجاړونکو جنګونو څخه مخکي دي څانګي څلورلابراتوارونه لکه د مالیکولي او میخانیک فزیک، برښنا او مقناطیس فزیک، نور او اتوم فزیک لابراتوارونه او یو نمایشي لابراتوار درلود. په خواشینۍ سره ددي څانګي ټول لابراتوارونه د وروستیو جګړو له امله له منځه تللي او اوس د نړیوال بانک په مرسته یو شمیر یی د بیا په تجهیزاتو سمبال شوي دي. اوس مهال په دي دیپارتمنت کې د میخانیک او مالیکولي فزیک لابراتوار، د برق او مقناطیس فزیک لابراتوار او د نور فزیک لابراتوار فعال دی او محصلین ورڅخه ګټه اخلي.
یو وخت په دي څانګه کي شپږ پوهاندان او شپږ ډاکتران د علومو په تدریس بوخت وو. په دي څانګه کې اوس مهال پوهنمل محمد داود احمدزی د څانګي د آمر په توګه، او پوهنمل رقیه متمهد، پوهنمل فاطمه خلمی، پوهنمل احدخان پیاوړی او پوهنیار محمد علي سلطانی چي هر یو د ماستري د تحصیلي درجه درلودونکې دي، او پوهیالی احمد مصطفی عطایی او پوهیالی اکبر حیدری چې د لیسانس تحصیلي درجه درلودونکې دي د څانګې د استادانو په توګه دنده ترسره کوي او ددي څانګې در تدریس چاري پر مخ بیایی. ددي څانګي یو تن استاد پوهنمل محمد ضیا زاهدی د دوکتورا د تحصیلي درجي ترلاسه کولو په موخه بهر ته استول شوی دي.