د کابل د پولي ټخنیک پوهنتون د شپې ماستری د فراغت شپږم پړاو زده کونکي

15 اپرېل, 2018

دا محفل د پولی تخنیک پوهنتون عمومی رییس  پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد سعید "کاکړ " ، د اداری امور مرستیال غلام اولیا " پوپل " د محصلانو امور مرستیال دیپلوم انجنیر سید مجتبی " ایشانزاده"  د پوهنځی  رؤسا ، استادان محصلان او  میلمانه  په گدون  د کابل پولي ټخنیک پوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژۍ په  تالار کې دایر شو چی ( 72 ) تنه  د ساختمانی ، د اوبو چاپریال او د محیط زیست انجنیری او د جیولوجی او کانونو پوهنځی  وتوانیدل چی خپل ماستری دیپلوم ترلاسه کړی.

محفل د څو متبرکه آیات پیل او د سرود ملی  خپرونه د کابل پولی تخنیک پوهنتون عمومی رییس پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد سعید "کاکړ "   یوځل بیا  پروفیسوران  او د هغوی کورنۍ  ته مبارکۍ وویل او اضافه وکړه چی د کابل پولی تخنیک پوهنتون  دا هڅه کوي ترڅو د استادان او محصلانو  د پوهې د پیاوړتیا لپاره د بهرنیو هیوادونو څخه زیاتې مرستې جذب کړي.

په دی محفل کی یو تن د ساختمانی پوهنحی استاد دیپلوم انجنیر امان الله " فقیری "  د کابل پولی تخنیک پوهنتون د مشرتابه هڅو او د پروفیسورانو د ستړی هڅو په اړه  خبرې وکړې او همدارنگه  یو شمېر استادان او د ماستری محصلان هم خبرې وکړې

په آخر کی د دیپلوم ورکولو او د دسته جعی عکس اخیستلو محفل پایته ورسید.