افغانستان کې د ځمکو او ملکیتونو بیې ایښودنې پروګرام قرارداد د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ لاسلیک شو

21 جنوري, 2019

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ښاغلی جواد پیکار د یوې غونډې په ترڅ کې چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لوی رئیس، محترم پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد سعید کاکړ، د یاد پوهنتون استادانو او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرکزي رئیسانو په ګډون د کابل پولي تخنیک پوهنتون په کوربه‌توب جوړه شوې وه، افغانستان کې د ځمکو او ملکیتونو بیې ایښودنې پروګرام  (ALPIS) دوه ورځنی ورکشاپ پرانیسته.

 په دې پرانیست غونډه کې لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون لوی رئیس محترم پوهنوال دیپلوم انجنیرمحمد سعید کاکړ، د محترم محمد جواد پیکار په نوښت په ملي پروژو کې دې اکاډمیک بنسټ ته د ونډې ورکولو څخه په مننې، د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 ​ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار، ملي موخو ته د رسېدو لباره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او کابل پولی تخنیک پوهنتون ترمنځ ګډ کار یوه اړتیا وبلله او زیاته کړه چې دغه ګډ کار د ودان افغانستان زېری ورکوي.  څرګنده کړه چې هیواد کې د ځمکو، ملکیتونو او ښارونو واقعي ارزښت نه شتون د پانګونې پر وړاندې یو خنډ بلل کیږي، خو افغانستان کې د ځمکو او ملکیتونو بیې ایښودنې پروګرام (ALPIS) تطبیق سره ټولې یادې ستونزې له منځه ځيافغانستان کې د ځمکو او ملکیتونو بیې ایښودنې پروګرام (ALPIS) اهمیت ته په اشارې وویل، د دې پروګرام په تطبیق سره نه یواځې دا چې د ښارونو واقعي ارزښتونه څرګندیږي، د ملکیتونو پېر او پلور او همدا راز د مالیاتو راټولو نظام شفاف او آسانه کیږي.

د ځمکو او ملکیتونو بیې ایښودنې پروګرام (ALPIS) دوه ورځني ورکشاپ اهمیت په اړه خبرې وکړې او د پولی تخنیک پوهنتون استادانو او د یاد پروګرام ټولو تطبیق کوونکو څخه وغوښتل چې د دې پروګرام تطبیق کړنلارې په اړه مفصل بحثونه وکړي

 په پای کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار او د کابل پوهنتون لوی رئیس محترم پوهنوال دیپلوم انجنیرمحمد سعید کاکړ د ځمکو او ملکیتونو بیې ایښودنې پروګرام (ALPIS) تطبیق محترم پوهاند دیپلوم انجنیر عبدلاحد خالقی د علمی مرستیال او د پوهنځيونو رئیسان​ حاضر و​ قرارداد لاسلیک کړ.

د ویلو ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر څار لاندې د یاد قرارداد له مخې د ځمکو او ملکیتونو بیې ایښودنې پروګرام تطبیق دنده پر غاړه لري.