د کابل پولی تخنیک پوهنتون د کمیونتی کالج خبرتیا 1397

03 اپرېل, 2018

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د معلوماتی تکنالوجۍ پروګرام (Information Technology Community College Program) د څلوریمی دوره لپاره محصلین منی.

په دی توګه د دولسم تولګی فارغانو ته خبر ورکول کیږی چی د نوم لیکنی د فورمو دویش بهیر د ۱۳۹۶ لمریز هجری کال د کب (حوت) میاشتی د ۱۵ می نیټی څخه  تر د ۱۳۹۷ غویی (ثور) میاشتی ۵ نیټی پوری د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمیونیتی کالج آمریت کی دوام لري.مینه وال باید د نوم لیکنی د فورمو د بشپړولو ورسته خپل ټول لازمی اسناد د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمیونیتی کالج آمریت ته تسلیم کری.

د شمولیت معیارونه :

  • د دولسم ټولګي شهادتنامه یي چې د پوهنې وزارت لخوا تایید شوي وي
  • په منځنۍ توګه د لیسې په دوره کې د ۶۰٪ (شپیته سلنه) نمرو درلودل.
  • د نوم لیکنی فورمه یي بشپړول او د تذکریی کاپی تسلیمول د دوه قطعی عکسونه سره چی سایزیی 3x4 وي کمیونیتی کالج آمریت ته تسلیمول.
  • او په بریالیتوب سره د کمیونیتی کالج آزموینه بشپړول.

مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمیرې او بریښنالیک سره اړیکې ونیسی:

تیلفون: 0728888028

ایمیلn.ahmadi @kpu.edu.af