د کابل پولی تخنیک پوهنتون د معلوماتی تکنالوجی کمیونټي کالج پروګرام خبرتیا

15 سپتمبر, 2018

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د معلوماتی تکنالوجۍ پروګرام (Information Technology Community College Program) چي د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID)  په مالی مرسته، د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام (USWDP) له لارې او د امریکا متحدو ایالاتو د سنترال جورجیا تخنیکی کالج (Central Georgia Technical College) په تخنیکي مرستی سره را منځته شوی د څلورمي دوري لپاره محصل مني.

ټول  مینه وال کولای شي چي د نوم لیکني فورمي د ۱۳۹۷ لمریز کال د وږی د میاشتی (۲۶) نیټي څخه د تله میاشتی  (۱۹) نیټي پوري د کابل پولی تخنیک پوهنتون  کمیونتی کالج څخه ترلاسه کړي او د نوم لیکنې د فورمو د ډکولو څخه وروسته خپل ټول اړین سندونه د ۱۳۹۷ کال د تله میاشتې (۲۶) نیټې پورې په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د کمیونیټې کالج ادارې ته وسپاري.

د شمولیت معیارونه :

  • د دولسم ټولګي شهادتنامه چې د پوهنې وزارت لخوا تایید شوي وي
  • په منځنۍ توګه د لیسې په دوره کې د ۶۰٪ (شپیته سلنه) نمرو لرل
  • د کمیونیټی کالج پروګرام د کانکور په آزموینه کي بریالی کیدل

مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې بریښنالیک او شمیرې سره اړیکې ونیسی:

تیلفون: ۰۷۲۸۸۸۸۰۲۸

بریښنالیک :itcc@ kpu.edu.af