د پولی تخنیک پوهنتون کمیونتی کالج اطلاعیه

05 مارچ, 2018

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د معلوماتی تکنالوجۍ پروګرام (Information Technology Community College Program) د څلوریمی دوره لپاره محصلین منی.

په دی توګه د دولسم تولګی فارغانو ته خبر ورکول کیږی چی د نوم لیکنی د فورمو دویش بهیر د ۱۳۹۶ لمریز هجری کال د کب (حوت) میاشتی د ۱۵ می نیټی څخه  تر د ۱۳۹۷ وری (حمل) میاشتی ۱۵ نیټی پوری د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمیونیتی کالج آمریت کی دوام لري.مینه وال باید د نوم لیکنی د فورمو د بشپړولو ورسته خپل تول لازمی اسناد د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمیونیتی کالج آمریت ته تسلیم کری.

د شمولیت معیارونه :

  • د دولسم ټولګي شهادتنامه چې د پوهنې وزارت لخوا تایید شوي وي
  • په منځنۍ توګه د لیسې په دوره کې د ۶۰٪ (شپیته سلنه) نمرو درلودل.
  • د نوم لیکنی فورمه بشپړول او د تذکریی کاپی،  د دوه قطعی عکسونه سره چی سایزیی 3x4 وی کمیونیتی کالج آمریت ته تسلیمول
  • به بریالیتوب سره د کمیونیتی کالج آزموینه بشپړول.

 

مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمیرې او بریښنالیک سره اړیکې ونیسی:

تیلفون: 0728888028

ایمیلn.ahmadi @kpu.edu.af